د لاسرسي لېنکونه

امريکايي چارواکي وايي، د سوريې په شمال کې د ترکي پوځ او امریکا پلوه سوري کردانو تر منځ جګړه د منلو وړ نه ده.

دا انتقاد وروسته له هغه شوی چې د راپورونو لمخې د سوريې د کردانو تر کنترول لاندي ښار منبیج کې د ترکيې د پوځ په ګډون د ترکې په ملاتړ سوري ياغيانو ډلې او د سوريې د کرد ملېشو يا وای پي جي تر منځ نښتې روانې دي.

واشنګټن چې د وای پي جي کرد ملېشې د امریکا په مشرۍ د داعش پر ضد اييتلاف د جګړې يوه برخه ګڼي، وايي، امریکايي ځواکونه په وروستۍ جګړه کې نه دي ښکېل.

امريکا وايي، د سوريې په شمال کې د ترکي ځواکونو سره يوازي د داعش پر ضد د عملیاتو ملاتړ کوي.

امریکا او انقرې دواړو سوري کرد ملېشو ته خبرداری ورکړی دی چې د دغو ملېشو تر کنترول لاندي د فرات سيند لويديځ سيمه پريږدي او د ختيځ خوا ته ولاړ شي.

خو نن سهار خبريالانو راپور ورکړ چې سوري کرد مليشې منبج ته تازه دمې ځواکونه ليږي.

دغه ښار دوی دوې اوونۍ مخکې له اسلامي دولت سخت دريځو څخه تر لسو اوونيو جګړو وروسته نیولی وو.

د سوري کرد ملېشو يا وای پي جي وياند نن منبج ته د کرد ملېشو د حرکت دغه راپورونه رد کړل او وې ويل چې منبج ته هيڅ ډول تازه دمې کرد مليشې نه دي لېږل شوي.

XS
SM
MD
LG