د لاسرسي لېنکونه

د ارمنستان پوليس وايي، د امریکا د حکومت پر غوښتنه يې يو روسی تبعه نیولی دی.

پر دغه کس د پيسو مينځلو او له امريکا څخه يوه نامعلومه بهرني هېواد ته د نظامي ټکنالوژۍ د انتقال تور دی.

د ارمني چارواکو په وينا، سرګي ميرونوف د اګست په شپږويشتمه په يريوان زواتنوڅ نړيوال هوايي ډګر کې ونيول شو.

د ارمنستان پوليس وايي، د ميرونوف نوم د امريکايي چارواکو پر غوښتنه د ۲۰۱۶میلادي کال په مې مياشت کې د هغو کسانو ليست ته شامل کړای شو چې باید توقيف شي.

ارمني چارواکي وايي، پر ميرونوف دا تور هم دی چې د وسلو د صادراتو د کنترول له قانونه یې سرغړونه کړې ده.

XS
SM
MD
LG