د لاسرسي لېنکونه

په بشکيک کې يوې محکمې نن اعلان وکړ چې له تروريزم سره په اړوندې قضيې کې يې د اپوزيسيون يوه غړي ته د اوو کلونو سزا اورولې ده.

د قرغزستان سترې محکمې ويلي، نورلان موتويېف د اګست په درويشتمه په ښکاره توګه د تروريزم د ملاتړ او د نژادي او مذهبي نفرت اوچولو په تور مجرم وپېژندل شو.

شپږڅلوېښت کلن موتويېف د مې په ديارلسمه وروسته له هغه توقيف شو چې په بشکيک کې يې د اپوزيسیون په لاریون کې ګډون وکړ او په قرغزستان کې يې د شريعت د نافذولو غوښتنه وکړه.

پر موتويېف دا تور هم دی چې د بشکيک د لاریون پر مهال يې په سوریه او عراق کې د داعش پلوي کړې وه.

موتويېف په ۲۰۰۹میلادي کال کې د ولسمشرۍ لپاره ځان کاندي کړ خو تر يو فيصد کمې رايې يې تر لاسه کړې.

موتويېف د ګڼ شمېر اپوزيسيون ډلو غړی پاته شوی دی خو په دوه زره دوولسم کال کې يې د هيواد پالنې خوځښت په نوم خپله ډله جوړه کړه چې د قرغزستان د طبيعي منرالونو زېرمو د دولتي کولو غوښتنه کوي.

XS
SM
MD
LG