د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۷

افغانستان د کډوالو په اړه له اروپايي ټولنې سره پر یوه سند کار کوي


د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له اروپا څخه د افغان کډوالو د بېرته راستنولو لپاره له اروپايي ټولنې سره پر یوه ګډ سند کار کوي.

یاد وزارت وايي، له اروپايي هېوادونو څخه د افغان کډوالو د بېرته راستنولو په برخه کې به د یوه ګډ سند له مخې پرېکړه وشي.

د دغه وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل وايي، له اروپايي ټولنې سره په ګډ سند کې کمکي بستې او د کار موندنې حرفوي مرکزونو د جوړولو تر څنګ نورې اسانتیاوې هم په پام کې نیول شوې دي.

میاخېل: دغه سند تر اوسه وروستۍ شوی نه دی، ورباندې ګډ کار کېږي.
میاخېل: دغه سند تر اوسه وروستۍ شوی نه دی، ورباندې ګډ کار کېږي.

هغه زیاته کړه:

"دغه سند تر اوسه وروستی شوی نه‌دی او موږ له جرمني، فنلنډ او اروپايي ټولنې سره په ګډه پر دغه سند کار کوو او بیا به دغه سند د بروکسل ناستې له کوربه هېوادونو سره په بروکسل کې لاسلیک شي."

په دې ورستیو کې د جرمني، ناروې او فنلنډ په ګډون د اروپايي ټولنې ځینو نورو هېوادونو له افغانستان څخه غوښتي چې د هغه پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو په برخه کې له دوی سره همکاري وکړي کوم چې په دغو هېوادونو کې یې پناه غوښتنه ردېږي.

بل‌خوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وړاندیز کړی چې هره اوونۍ دې د هغو افغان کډوالو پنځوس تنه کابل ته ستانه شي چې جرمني یې د پناه اخیستنې وړاندیز رد کړی دی.

ولسمشر غني هم ویلي و چې په یاده برخه کې باید د افغانستان ستونزې درک او د پناه غوښتنې ټول قوانین او حقوقي اړخونه په پام کې ونیول شي.

په ورته وخت کې اجرائیه ریاست هم وايي چې باید نړیوال قوانین او پالېسۍ مراعت شي او افغان حکومت به هېڅکله د افغان کډوالو په زوره اخراج ونه‌مني.

د یاد ریاست ویاند مرستیال جاوید فیصل زیاته کړه:

فیصل: هغه کسان چې باید پاتې شي او په شرایطو برابر دي هغوی به پاتې کېږي.
فیصل: هغه کسان چې باید پاتې شي او په شرایطو برابر دي هغوی به پاتې کېږي.

"هغه کسان چې باید پاتې شي او په شرایطو برابر وي هغوی به پاتې کېږي، د افغانستان حکومت اوس هم هڅه کوي چې د کډوالو رضایت ترلاسه شي او دا یو مهم شرط دی چې دوی باید په زور بېرته ستانه نه‌شي."

که څه هم تر اوسه په اروپا کې د افغان پناه غوښتونکو دقیق شمېر نه‌دی معلوم خو د کډوالو او بېرته راستنېدوکو چارو وزارت اعلان کړی چې دوه ۲۵۰ زره افغانانو د زیاتو ستونزو تر ګاللو وروسته بېلابېلو اروپايي هېوادونو ته ځانونه رسولي دي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG