د لاسرسي لېنکونه

د ننګرهار سیمه‌ییز چارواکي وايي، په یاد ولایت کې د اسټراليايۍ مېرمنې د تښتونې په تور یو شمېر کسان نيولي دي.

یاد چارواکي وايي، د کري وېلسن په نامه هغه اسټراليايۍ مېرمن چې شاوخوا څلور میاشتې وړاندې د جلال‌اباد ښار څخه ناڅرګندو وسله‌والو تښتولې وه د دوشنبې په شپه د ځانګړو عملياتو په پایله کې راخوشې شوې.

د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوګياڼی وايي، د دغې اسټراليايۍ مېرمنې د راخوشې کېدو په موخه ځانګړو عملیاتو کې د دې پېښې په تور یو شمېر کسان هم نیول شوي دي، خو د یادو کسانو د شمېر او د عملياتو ځای يې په ډاګه نه‌کړ.

خوګیاڼي: یاده مېرمن تېره شپه د ځانګړو عملياتو په پايله کې راخوشې شوه او په تور يې یو شمېر کسان هم نیول شوي.

خوګیاڼي: یاده مېرمن تېره شپه د ځانګړو عملياتو په پايله کې راخوشې شوه او په تور يې یو شمېر کسان هم نیول شوي.

هغه زیاته کړه:

"څلور میاشتې دا مېرمن لادرکه وه بلاخره زموږ د ملي امنیت منسوبینو د اپراتیفي هڅو په پایله کې د دې مېرمنې ځای په نښه شو او تېره شپه د ځانګړو عملياتو په پايله کې راخوشې شوه او په تور يې یو شمېر کسان هم نیول شوي او ډېر ژر به دا مېرمن کابل ته ولېږدول شي او د مشرانو له‌خوا به اړوندو مسؤلینو ته وسپارل شي."

کري وېلسن

کري وېلسن

دا چې دا بهرنۍ مېرمن د چا له‌خوا تښتول شوې وه او په څه خاطر؟ خوګياڼی وايي، له نیول شویو کسانو اوس پلټنې روانې دي او د څېړنو له بشپړېدو وروسته به رسنیو سره معلومات شریک کړي.

هغه زیاته کړه:

"له نیول شویو کسانو څخه څېړنې روانې دي تر څو ښه روښانه شي چې د دې مېرمنې له تښتونې څخه‌يې هدف څه وو بیا به تاسو ټولو سره معلومات شریک کړو."

د ننګرهار د ولایتي ادارې د معلوماتو له مخې دغه اسټراليايۍ مېرمن شاوخوا څلور مياشتې وړاندې د جلال‌اباد ښار په څلورمه ناحیه کې د ناڅرګندو وسله‌والو له‌خوا داسې مهال تښتول شوې وه چې یادې مېرمنې په جلال‌اباد کې د ښځو د ګلدوزۍ په برخه کې له يوې پروژې ليدنه کوله اما ننګرهار ته له خپل راتګ څخه‌یې ولایتي اداره نه‌وه په جریان کې کړې.

راپور: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG