د لاسرسي لېنکونه

logo-print

افغان چارواکي وایي، ښاروالان په خپلو نوښتونو سره کولای شي د ښارونو، کلیو او بانډو تر منځ واټن لیرې او د کلیو اوسېدونکو ته د غوره خدماتو زمینه برابره کړي.

د ښې حکومتوالۍ په برخه کې د ولسمشر ځانګړی استازی په دې ټینګار کوي چې د ښارونو او ولسوالیو اوسېدونکو ته باید یو شان خدمتونه وړاندې شي.

احمد ضیا مسعود د دوشنبې په ورځ په کابل کې د ښاروالانو ملي کنفرانس ته په خپلو څرګندونو کې وویل، که ښاروالان په خپلو کارونو کې خپلواک وي او ښاري پراختیایي پروګرامونه په ښه توګه عملي کړي نو د ښارونو او کلیو اوسېدونکو د ژوند تر منځ به تعادل رامنځته شي.

ښاغلي مسعود زیاته کړه:

"د دې لپاره چې موږ واقعاً وتوانېږو چې د لویو ښارونو او کلیو تر منځ واټن له‌منځه یوسو، هغه خدمتونه چې په لویو ښارونو کې وړاندې کېږي، هغه باید موږ د ولسوالۍ په کچه خلکو ته هم وړاندې کړو چې د خلکو په ژوند کې یو مدني تعادل رامنځته شي او هغه کسان چې په ډېرو لیرې ولسوالیو کې هم ژوند کوي دا احساس ونه‎کړي چې د ښاري ژوند له ښېګڼو څخه بې برخې دي."

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د یکشنبې په ورځ د یاد کنفرانس په پرانیست غونډه کې ګډون وکړ او د کنفرانس ګډو‎نوالو ته‌یې په خپلو خبرو کې وویل چې په نوښتونو او له خصوصي سکتور سره په همغږي کولای شئ، خلکو ته ښه خدمتونه وړاندې کړي.

په کابل کې د ښاروالانو کنفرانس چې تېره ورځ پیل شو نن پای ته ورسېد.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان ۳۴ ښاروالان لري چې ۲۱ تنه‌یې د ځانګړو طرحو او پروګرامونو په لرلو د ولسمشر له لوري ټاکل شوي او یو شمېر نور بیا د سرپرستانو په توګه دندې پر مخ وړي.

په کابل کې د ښاروالانو کنفرانس چې تېره ورځ پیل شو نن پای ته ورسېد.

په کابل کې د ښاروالانو کنفرانس چې تېره ورځ پیل شو نن پای ته ورسېد.

په ورته وخت کې په کنفرانس کې یو شمېر ګډون کوونکو ښاروالانو وویل چې د قانون له مخې ښاروالۍ خپلواک ارګان دی او څومره چې واک ورکول شي په هماغه اندازه به نوښتګرې او ښې وي.

د ننګرهار ښاروال حمیدالله افغان ازادي راډيو ته وویل چې له نېکه‎مرغه په دې تېرو څو اوونیو کې د استخدام او تدارکاتو په برخه کې ځیني صلاحیتونه ښاروالانو ته انتقال شوي دي.

ښاغلي افغان وویل:

"موږ په دې باور یو څومره چې واک ښاروالانو او محلي ادارې ته ورکول شي په هماغه اندازه به دوی په خپلو کارونو کې نوښتونه رامنځته کړي."

بل‎خوا د مزارشریف ښاروال انجینیر جان محمد وایي، که ښاروالانو ته واک ورکول شي، خلکو ته به ښه خدمات وړاندې کړي.

ښاغلي جان محمد زیاته کړه:

"زه په دې باور لرم که ښاروالۍ خلاص لاس ولري کارونه به‌یې په سمه توګه ترسره او خلکو ته به ښه خدمتونه وړاندې کړي."

اوس‎مهال د افغانستان د لیرې پرتو سیمو اوسېدونکي د روغتیا، تعلیم او د ژوند نورو اسانتیاوو په برخه کې له سختو ستونزو سره مخ دي چې ویل کېږي د حکومت له‎خوا هم په هغه ډول چې لازمه ده ورته رسیده‌ګي نه‌ده شوې.

خلک هم په دې ټینګار کوي چې د ښارونو او ولسوالیو اوسېدونکي باید له یو شان خدمتونو نه برخه‌من شي.

راپور: نجیبه زمان

XS
SM
MD
LG