د لاسرسي لېنکونه

ملي امنیت یو اسټرالیایۍ کارکوونکې له اختطافچیانو وژغورله


مېرمن وېلسن

مېرمن وېلسن

د افغانستان د ملي امنیت ځواکونو تېره شپه په ننګرهار کې د یوې خیریه ټولنې اسټرالیایۍ کارکوونکې له اختطاف کوونکو څخه وژغورله.

دغه مېرمن له څلورو میاشتو راهیسې له تښتوونکو سره وه چې تېره شپه د ملي امنیت ځواکونو د ځانګړو عملیاتو په نتیجه کې خوشې شوه.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د کري وېلسن خوشې کېدل تائید کړل.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي

ښاغلي صدیقي زیاته کړه:

"موږ دا تائیدو چې کري وېلسن تېره شپه د افغان امنیتي ځواکونو د ځانګړو عملیاتو په نتیجه کې د ننګرهار ولایت په روداتو سیمه کې وژغورل شوه. دا ډېر بریالي عملیات وو. له بده‎مرغه هغه څلور میاشتې وړاندې په ننګرهار ولایت کې تښتول شوې وه او له هغه وخته افغان امنیتي ځواکونو د همدې قضیې په تړاو اته تنه نیولي دي."

د روېټرز خبري اژانس وایي، د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې جوليا بیشوپ هم د یوې اعلامیې په خپرولو د وېلسن خوشې کېدل تائید کړي دي.

په دغې اعلامیه کې راغلي چې مېرمن وېلسن د روان کال په اپرېل کې د دوو وسله‎والو کسانو له‎خوا په جلال‌اباد ښار کې له خپل کاري دفتره برمته شوې وه.

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې په دې برخه کې د افغان چارواکو د همکارۍ ستاینه کړې او وایي، د دغو چارواکو مرستې د وېلسن د ژغورنې چارې اسانه کړې خو نوموړي ویلي چې د هغې د ژغورنې په اړه به نور جزئیات ورنه‎کړي.

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیر جوليا بیشوپ

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیر جوليا بیشوپ

د پیسو لپاره د اختطاف پېښې په افغانستان کې یوه جدي ستونزه ده چې په دغه هېواد کې یې تر بهرنیانو خپله افغانان ډېر متأثره کړي دي.

دا کار په دې وروستیو کلونو کې د یو شمېر وسله‎والو ډلو لپاره یوه لویه عایداتي منبع ګرځېدلې ده.

خو دا چې آیا دغه ډول اختطافچیانو ته باید پیسې ورکړل شي که نه یوه لویه د بحث وړ موضوع ده.

اسټرالیا په اپرېل میاشت کې ویلي و چې هېواد یې تښتوونکو ته د برمته شویو په بدل کې پیسې نه‌ورکوي او دا یې د خپلو پالیسو خلاف کار بللی وو.

په روانه میاشت کې په کابل کې د امریکایي پوهنتون دوه استادان وتښتول شوه چې یو یې امریکایي او بل اسټرالیایې وو. د دوی برخلیک تر اوسه معلوم نه‎دی.

XS
SM
MD
LG