د لاسرسي لېنکونه

د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بيردي محمدوف نن د اګست په نهويشتمه نېټه برلین ته سفر کوي چې د جرمني د صدراعظمې انګيلا مرکل سره د دواړو هېوادونو د اقتصادي اړيکو په اړه خبرې وکړي.

مرکل او بيردي محمدوف تېر ځل په ۲۰۰۸میلادي کال کې هغه وخت سره ليدلي وو چې د ترکمنستان مشر جرمني او اتريش ته سفر کاوه.

د بشري حقونو مدافعين وايي، هيله لري مرکل به پر بيردي محمدوف فشار راولي چې په خپل هېواد کې بشري حقونو ته پام وکړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د اګست په شپږويشتمه د محمدوف د سفر اعلان وکړ خو له مرکل سره د ده د کتنو د اجنډا جزيات يې نه وو ورکړي.

خو د جرمني چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط د ازادي راډيو ترکمني څانګې ته ويلي چې دا غونډه د مرکل په بلنه کېږي او دوی به د اقتصادي او سياسي همکاريو په اړه خبرې وکوي.

جرمني په اروپايي اتحاديه کې د ترکمنستان مهم بهرنی ملګری هېواد دی.

د دواړو هېوادونو تر منځ له ۲۰۱۴میلادي کال راهيسي د څلور سوه شپږشپېته مليونه ډالرو په لګښت تجارت شوی دی.

خو په ترکمنستان کې د جرمني سوداګريز فعاليتونه د غير شفافو اداري پروسو له کبله له ستونزو سره مخامخ دي او جرمني فابريکې په ترکمنستان کې په جواز تر لاسه کولو کې له ستونزو سره مخامخ کېږي.

XS
SM
MD
LG