د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني به ایران ته د خپل سفر پر مهال، د هغه هېواد له چارواکو سره پر نورو مختلفو موضوع‌ګانو سربېره، د کډوالو پر ستونزو هم خبرې وکړي.

د دغه وزارت ویاند شکیب مستغني د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني د خپل ایراني سیال په بلنه، د یکشنبې په ورځ ایران ته ورسېد.

نوموړي د هغو موضوع‌ګانو په اړه چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر به له ایراني چارواکو سره پرې خبرې وکړي وویل:

د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني

د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني

"د روابطو په اړه به پر بېلابېلو مسائلو او د افغانستان او ایران د اسلامي جمهوریتونو تر منځ، د دوه اړخیزو همکاریو په هکله لیدنې کتنې وشي، که دا همکاري په اقتصادي، تجارتي او داسې نورو برخو کې وي او په همدې توګه افغان کډوال چې په ایران کې کومې ستونزې لري، بحث به پرې وشي."

ښاغلي مستغني وویل، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر به ایران ته د خپل سفر پر مهال، د ایران له ولسمشر، د امنیت شورا له رئیس او ځینو نورو لوړپوړو چارواکو سره هم وویني.

ښاغلی رباني په داسې حال کې په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه خبرې کوي چې راپورونه وايي، په هغه هېواد کې افغان کډوال له ستونزو سره مخ دي.

د سوریې په جګړه کې وژل شوي افغان کډوال

د سوریې په جګړه کې وژل شوي افغان کډوال

داهم ویل کېږي چې ایران د افغان کډوالو له مجبوریتونو څخه ګټه اخلي او ځینې ځوانان‌یې، د سوريې جنګ ته استوي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کلونو کې د افغانستان او ایران تر منځ سیاسي او اقتصادي اړیکې ښې او د مخدره موادو پر ضد مبارزه هم پراخه شوې ده.

په ورته وخت کې ځیني کارپوهان ایران ته د صلاح‌الدین رباني سفر د سیمه‌ییز وضعیت د ښه والي او د کډوالو د ستونزو د هوارولو په برخه کې مهم ګڼي.

د دې کارپوهانو له ډلې مطیع‌الله خروټي ازادي راډیو ته وویل:

سیاسي کارپوه مطیع الله خروټي

سیاسي کارپوه مطیع الله خروټي

"نه‌یوازې دا چې دوی به د کډوالو په هکله خبرې کوي، بلکې د خبرو نور اړخونه هم موجود دي، مثلاً هغه کډوال چې ګویا له ایران څخه د سورېې جنګ ته ځي، د خبرو په اجندا کې شامل دي، بله د اقتصادي ستونزو موضوع ده، همدارنګه د چابهار بندر موضوع ده، یعنې په اقتصادي، د کډوالو په برخه کې، د سولې په راتګ کې، په دغو څلور پنځو برخو کې به، د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر سفر ښې نتیجې ولري او موږ ورته خوشبینه یو."

ښاغلی خروټی وايي، پخوا هم د افغان کډوالو د ستونزو د هوارۍ په برخه کې د دواړو هېوادونو تر منځ خبرې شوي، خو ویل کېږي چې لا هم دغه ستونزې پر خپل ځای پاتې دي.

خو وبه لیدل شي چې دا ځل به له ایراني چارواکو سره د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر کتنه او خبرې د افغان کډوالو د ستونزو د هواري په برخه کې څومره اغېزمنې تمامې شي.

تر دې مخکې د افغانستان ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر هم له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې د ایران د همکارۍ راجلبولو په هدف دغه هېواد ته تللی و.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG