ویل کیږي چې د افغانستان د فوټبال د غوره لیګ د سیالیو په دوام به راروانه اوونۍ هم درې سیالۍ ترسره شي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون مسؤل سیدعلي کاظمي نن ازادي راډیو ته وویل چې د چهارشنبې په ورځ به د میوند اتلانو لوبډله د اباسین څپې لوبډلې سره سیالي وکړي.
د افغانستان د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د تېرې پنجشنبې په ورځ د سیمرغ البرز او سپینغر بازانو په سیالۍ سره پیل شوې چې دغه لوبه دوه د دوو پر وړاندې مساوي پای ته ورسېده.
د دغو سیالیو دویمه لوبه پرون د طوفان هریرود او شاهین اسمایي ترمنځ وشوه چې دوه د صفر پر وړاندې د طوفان هریرود په ګټه پای ته ورسېده.
او درېیمه سیالي یې د موج های امو او عقابان هندوکش لوبډلو ترمنځ وشوه چې یو د صفر پر وړاندې د موج های امو په ګټه تمامه شوه.