د ارزګان سیمهییز چارواکي وايي، وسلهوالو طالبانو د یاد ولایت د چورې ولسوالۍ پر لار پنځه مسافر له موټره ښکته کړي او له ځان سرهيې بیولي دي.
د ارزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب ازادي راډیو ته وویل چې دغه پېښه پرون ناوخته د چورې ولسوالۍ د خواجه خدر په سیمه کې شوې ده.
نایاب وايي، تښتول شوي کسان د ګېزاب ولسوالۍ اوسېدونکي دي.
هغه زیاته کړه چې د تښتول شویو کسانو له ډلې یو تن تر څو ساعتونو وروسته بېرته خوشې شوی او څلور نور لاهم له وسلهوالو طالبانو سره دي.
هغه زیاته کړه:
"پنځه کسان چې هزاره قوم ته منسوب دي نامعلوم لوري ته تښتول شوي، یو يې بېرته خوشې شوی، زموږ هڅې دا دي چې دا تښتول شوي کسان پیدا کړو."
د والي ویاند وايي، تر اوسه د پېښې انګېزه نهده معلومه، خو تر دې مخکې هم څو ځلې وسلهوالو طالبانو ځکه دا ډول کسان تښتولي چې په وینا يې په سیمه کې له طالبانو سره همکاري نهکوي.
طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نهدي ویلي.
راپور: محمد صادق رښتینی