د لاسرسي لېنکونه

د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د یو شمېر پروژو کارونه پیل شول.

د خوست والي حکم خان حبیبي تېره ورځ یوې جوړې شوې غونډې ته وویل چې په‎دې پروژو کې د معارف په چوکاټ کې د یوې دیني مدرسې او یوه ښوونځي لپاره ودانۍ او یو شمېر نورو ښوونځیو لپاره چاردیوالي او نور ملحقات شامل دي.

نوموړي وویل، د حکومت په چوکاټ کې په دیني مدرسو کې د طالب العلمانو زده کړې هغوی ته هېوادنۍ روحیه ورکوي.

د سېمې خلک هم له دغه اقدام نه هرکلی کوي او وایي چې د پوهنې نظام پرمختګ لپاره نورو هڅو ته هم اړتیا ده.

XS
SM
MD
LG