د لاسرسي لېنکونه

بيشوپ: اختطاف شوې اسټراليايۍ کارکوونکې خوشې شوه


کاټرين جېن وېلسن

کاټرين جېن وېلسن

د اسټراليا د بهرنيو چارو وزيره جولي بيشوپ وايي، هغه اسټراليايۍ خيريه کارکوونکې چې په افغانستان کې اختطاف شوې وه، په "خوندي" توګه خوشې کړاى شوه.

بيشوپ نن وويل چې کاټرين جېن وېلسن د اپرېل مياشتې په وروستيو کې د ننګرهار ولايت له مرکز جلال‌اباد نه اختطاف شوې وه.

د ننګرهار والي وياند عطاالله خوګياڼي وويل، وېلسن په جلال‌اباد کې د ښځو د ګلدوزۍ يوه پروژه کتله چې وسله‌والو کسانو برمته کړه.

د اسټراليا بهرنيو چارو وزيره وايي، د مېرمن کاټرين د خوشې کېدو په بدل کې تښتوونکو ته پيسې نه‌دي ورکړل شوي، خو هغې د کاټرين د خوشې کېدو د څرنګوالي په اړه نور جزئيات ورنه‌کړل.

مېرمن بيشوپ په افغانستان کې له هغو چارواکو مننه وکړه چې په همکارۍ يې د مېرمن کاټرين جېن وېلسن خوشې کېدو ته امکانات برابر شول.

بل‌خوا د افغانستان ملي امنیت عمومي ریاست نن په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې مېرمن وېلسن د دوی د ځانګړو عملیاتو پر مهال په ننګرهار ولایت کې خوشې شوې ده.

XS
SM
MD
LG