د لاسرسي لېنکونه

د سپین‎ بولدک او چمن تر منځ د دروازې له تړل کېدو څخه ۱۲ ورځې تېرېږي. د دغې ستونزې تر ټولو ډېر زیان د انګورو هغه سوداګرو او باغ لرونکو ته رسېږي چې ټول کال‌يې په هند او پاکستان کې د خپلو محصولاتو د خرڅلاو خوبونه لیدل.

په سپین‎ بولدک کې د دروازې دا نامعلوم برخلیک که څه هم اوس د سوداګرو انتظار پای ته رسولی خو سلګونه نور کسان چې د دروازې په دواړه غاړو کې ورځنی کاروبار لري لاهم هره ورځ د دروازې د خلاصېدو انتظار باسي.

دوی له ازادي راډیو سره په خبرو کې له دواړو غاړو غوښتنه وکړه چې دا ستونزه ژر تر ژره حل کړي:

"دا لاره چې بنده شوې زموږ کاروبار هم په ټپه ولاړ دی، له دواړو حکومتونو مو غوښتنه دا ده چې لاره دې خلاصه کړي، بې‌کاري یې زیاته کړې، ۱۰۰۰ تنه یوازې په ګمرک کې بې‌کاره شوي دي."

په عین وخت کې چارواکي وايي چې پاکستان غواړي دروازه بنده وساتي، تر څو خلک او سوداګر پر خپل حکومت فشار راوړي او بیا خپل ځيني شرطونه پرې ومني.

چارواکې وايي چې پاکستان غواړي چې دروازه بنده وساتي

چارواکې وايي چې پاکستان غواړي چې دروازه بنده وساتي

په سپین‎ بولدک کې د څلورمې سرحدي لوا کمیسار محمد علی داوري ازادي رادیو ته وویل چې له پاکستاني چارواکو سره‌يې څلور پرله‎پسې ناستې کړي او دغه‌راز هره ورځ ټیلیفوني تماسونه لري.

د نوموړي په وینا په هر وار تماس سره پاکستاني لوري په خپلو شرطونو ټينګار کړی.

د داوري په وینا له دې شرطونو څخه یو يې دا دی چې د دواړو هېوادونو پر دروازه به د رسمي سرحد په شان هر سهار پوځي مراسم ترسره کېږي.

بل شرط دا دی چې افغانستان باید په خپله خاوره کې د پاکستان پر ضد د هر ډول کړنو مخنیوي کوي.

د داوري په وینا پاکستاني چارواکو درېیم شرط له افغانستانه د پاکستاني کاریګرو نه‌ایستل یاد کړي.

داوري په وینا پاکستاني چارواکو درېیم شرط له افغانستانه د پاکستاني کاریګرو نه ایستل یاد کړي.

داوري په وینا پاکستاني چارواکو درېیم شرط له افغانستانه د پاکستاني کاریګرو نه ایستل یاد کړي.

داوري زیاته کړه:

"د دوی داسې سیاست دی چې یو ځل وايي، دا کار کوم خو بیا په اوونیو هغه کار نه‎کېږي نو ځګه دا پیشبیني نه‌شم کولای، که‎ چېرې دوی زما سره پر اصولو ولاړ شي پرون باید دا لاره خلاصه شوې وای، ځکه وړمه ورځ‌يې زما سره ژمنه کړې وه."

د سپین‎ بولدک او چمن تر منځ دروازه وروسته تر هغه وتړل شوه کله چې پاکستاني مظاهره‎چیانو لومړی د افغان سرحدي ځواکونو په مخ کې د افغانستان بیرغ ته اور واچوه او تر هغه وروسته د اسد په ۲۸ نېټه پو شمېر افغانانو په ورته توګه د پاکستان بیرغ ته اور واچوه.

راپور : محمد صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG