د لاسرسي لېنکونه

جمال: سعودي دې عراق کې خپل سفیر بدل کړي


عراق کې د سعودي عربستان سفیر ثامر السَبهان

عراق کې د سعودي عربستان سفیر ثامر السَبهان

عراقي چارواکي وايي، له سعودي عربستان څخه‌یې غوښتنه کړې ده چې په دې هېواد کې خپل سفیر بدل کړي.

د عراق بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد جمال پرون وویل، د عراق حکومت چې شیعه رهبران‌یې مشري کوي، په بغداد کې د سعودي عربستان د سفیر ثامر السَبهان «Thamer al-Sabhan» د تبدیلولو په اړه رسمي غوښتنه ریاض ته استولې ده.

له دې مخکې د السَبهان له قوله په راپورونو کې ویل شوي و چې د عراق استخباراتو د نوموړي د وژلو د دسیسې په اړه هغه ته خبر ورکړی و.

السَبهان ادعا کړې چې د ده د قتل دسیسه په داسې حال کې جوړه شوې ده چې د سعودي عربستان سیال ایران په عراق او نورو عربي هېوادونو کې د اصلاحاتو د هڅو مخنیوی کوي.

د عراق د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه چې د سعودي د سفیر څرګندونې ناسمې دي او د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکو ته زیان اړوي.

السَبهان همداراز د عراق پر حکومت غږ کړی دی چې له خپل پوځ څخه هغه ملېشه ځواکونه وباسي چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش پر ضد جګړه کوي.

سعودي عربستان په بغداد کې خپل سفارت په ۱۹۹۰ کال کې وروسته له دې چې عراق پر کوېټ حمله وکړه بند کړ او په تېر ډسمبر میاشت کې یې بیا پرانیست.

XS
SM
MD
LG