د لاسرسي لېنکونه

د ايران چارواکي وايي، د روسيې ساخت لیرې واټن ميزائيلو يو نوى دفاعي سيسټم‌يې د فردو په نامه د خپلو اټمي تأسيساتو د خونديتوب لپاره ځاى پر ځاى کړى دى.

د ايران د هوايي ځواک قوماندان جنرال فرزاد اسماعيلي د ايران دولتي ټلوېزيون ته پرون وويل، په هر ډول شرايطو کې د ايران د اټمي تأسيساتو خوندي کول لومړيتوب لري.

هغه زياته کړه، نن سبا د سيمې په سطحه د ايران فضايي حريم تر ټولو خوندي حريم دى.

په هغې وېډيو کې چې دولتي ټلوېزيون خپره کړه په فردو کې پر يوه لارۍ د S-300 ډوله ميزائيلو دستګاه ښکاري چې د نورو تسليحاتو تر څنګ د اسمان پر لوري خپل ميزائيل اوچتوي.

د فردو اټمي تأسيسات مرکزي ښار قُم ته نېږدې په يوه غرنۍ سيمه کې جوړ شوي دي.

پر اټمي مسئله د جنورۍ مياشتې د تاريخي موافقې له مخې چې ايران د نړۍ له شپږو قدرتونو سره لاسليک کړه، تهران بايد نور د يورانيمو له غني کولو لاس واخلي.

د هغې موافقې له مخې د ايران لانجمن اټمي پروګرام مهار او په بدل کې له ايرانه لګول شوي نړيوال اقتصادي بنديزونه ليرې کړاى شول.

XS
SM
MD
LG