د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۹

روان کال له ۴ لکو زیات افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي


سږ کال له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته د راستنېدونکو کډوالو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.

د کډوالۍ نړیوال سازمان "IOM" او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري "UNHCR" وايي، د روان کال جنورۍ له لومړۍ نېټې د اګسټ تر ۲۷مې نېټې له څلور لکو زیات افغان کډوال له پاکستان او ایران څخه په افغانستان کې خپلو سیمو ته ستانه شوي دي.

په کابل کې د "UNHCR" ویاند نادر فرهاد ازادي راډیو ته وویل، د کال له پیله نېږدې اویا زره افغان کډوال د دې ادارې په مرسته هېواد ته ستانه شوي چې ډېری یې په پاکستان کې دېره وو.

فرهاد: د کال له پیله نېږدې اویا زره افغان کډوال د دې ادارې په مرسته هېواد ته ستانه شوي.
فرهاد: د کال له پیله نېږدې اویا زره افغان کډوال د دې ادارې په مرسته هېواد ته ستانه شوي.

ښاغلي فرهاد زیاته کړه:

"سږ کال تر اوسه شاوخوا اویا زره افغانان- هغه کډوال چې ثبت او راجسټر شوي وو، د یو، ان، اېچ، سي، آر د مرستو په پروګرام کې بېرته خپل وطن ته ستانه شوي. د دوی په سلو کې تقریباً ۹۷ له پاکستانه راغلي او په سلو کې تقریباً درې یې له ایران او نورو ګاونډیو هېوادونو څخه."

د هغو افغانانو په شمېر کې سږ کال د پام وړ زیاتوالی راغلی دی چې په پاکستان او ایران کې یې د هستوګنې اسناد نه‌لرل.

په کابل کې د کډوالۍ د نړیوال سازمان "IOM" ویاند نصیر احمد حیدرزي د دې کډوالو د شمېر په اړه ازادي راډیو ته معلومات ورکړل.

IOM: د روان میلادي کال د جنوري له لومړۍ څخه د اګسټ تر ۲۷ مې پورې یو لک او څلور ویشت زره او اته سوه اوه پنځوس کسان له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي.
IOM: د روان میلادي کال د جنوري له لومړۍ څخه د اګسټ تر ۲۷ مې پورې یو لک او څلور ویشت زره او اته سوه اوه پنځوس کسان له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي.

ښاغلي حیدرزي زیاته کړه:

"د روان میلادي کال د جنورۍ له لومړۍ څخه د اګسټ تر ۲۷مې یو لک او څلور ویشت زره او اته سوه اوه پنځوس کسان له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي او له ایرانه په مجموعي ډول د کډوالو شمېره چې موږ لرو د دوه لکه او پنځوس زره کسانو څخه لوړه ده. یعنې په مجموع کې له ایران او پاکستان څخه د ستنو شویو ارقام تقریباً له درې لکه، پنځوس زرو لوړ دي او دا د اسنادو نه درلودونکي کډوال دي."

روانو جګړو او د هېواد کمزوري اقتصادي حالت ته په پام سره دا اندېښنې شته چې د دې کډوالو راستنېدل ښايي په افغانستان کې یو بشري بحران رامنځته کړي خو د "UNHCR" ویاند ښاغلی فرهاد هیله‎من دی چې افغان حکومت به د بروکسل په غونډه کې چې په اکتوبر میاشت کې جوړېږي د کډوالو د ادغام پروګرام تمویل ته د مرستندویو هېوادونو پاملرنه واړولای شي.

افغان کډوال
افغان کډوال

ښاغلی فرهاد وايي:

"د UNHCR هیله دا ده چې د افغانستان دولت به هغو غوښتنو ته چې په پاکستان او ایران کې مېشت افغانان‌یې لري په خپلو انکشافي پروګرامونو کې ځای ورکړي او د نړۍ هېوادونو ملاتړ وکړي څو افغان کډوال بېرته خپل وطن ته ستانه شي او بیا مجبور نه‎شي چې د کار د نشتوالي یا امکاناتو ته د لاسرسي نه‌لرلو له کبله ګاونډیو هېوادونو ته مهاجرت وکړي."

د یادونې وړ ده چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ له هغو ستنېدونکو سره چې په ایران، پاکستان او نورو هېوادونو کې ثبت شوي دي د مالي مرستو کچه هم لوړه کړې ده.

"UNHCR" پخوا راستنېدونکو کډوالو ته د سړي پر سر دوه سوه ډالر ورکول خو په خپل نوي پروګرام کې یې دا اندازه دوه چنده کړې ده.

XS
SM
MD
LG