د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۸

مهمند: حکومت دې سپین‌ بولدک-چمن لار پرانيستو ته جدي اقدام وکړي


د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو خونه له حکومته غواړي چې د سپین‌ بولدک او چمن تر منځ دې د تجارتي دروازې خلاصولو ته جدي اقدام وکړي.

دا خونه خبرداری ورکوي چې که حکومت د سپین‌ بولدک-چمن تر منځ د تجارتي او ټرانزیټي دروازې خلاصولو ته اقدام ونه‎کړي، پر وړاندې به‌یې اعتراضونه پیل کړي.

د دې خونې مسؤلینو او ګڼ شمېر سوداګرو د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، د کندهار–بلوچستان تر منځ د سپین‌ بولدک او چمن تجارتي او ټرانزیټي دروازه، له ۱۰ ورځو راهیسې تړل شوې چې له امله‌یې هره ورځ افغان او پاکستاني سوداګرو ته لکونه ډالره زیان اوړي.

دوی وویل، د افغانستان او پاکستان حکومتونه باید سوداګریزې چارې، د سیاسي اختلافونو قرباني نه‎کړي.

د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال محمد یونس مهمند پر حکومت غږ وکړ چې د سپین‌ بولدک–چمن تر منځ دې د دروازې خلاصولو ته اقدام وکړي.

مهمند پر حکومت غږ وکړ چې د سپین‌بولدک–چمن ترمنځ دې د دروازې خلاصولو ته اقدام وکړي.
مهمند پر حکومت غږ وکړ چې د سپین‌بولدک–چمن ترمنځ دې د دروازې خلاصولو ته اقدام وکړي.

ښاغلي مهمند زیاته کړه:

"نوره زموږ حوصله ختمه ده، ستونزې له یوې بلې ته زیاتېږي، له افغان حکومته غواړو چې دا ستونزه هواره کړي او که نه نو موږ به د خپلو سوداګرو سره مشورې وکړو او له داسې یو هېواد سره به چې تل موږ ته ستونزې پېښوي، خپلې ټولې سوداګریزې راکړې ورکړې، پرې کړو."

ده وویل، پر افغان سوداګرو د تعرفو لوړول، د تورخم دروازې تړل، په کراچۍ او واګه کې افغان سوداګرو او ټرانزیټ ته ستونزې پېښول، له تورخمه تر پېښوره پورې له افغان سوداګرو څخه په غیر قانوني توګه د پیسو اخیستل او داسې نور هغه ستونزې دي چې پاکستان له شاوخوا ۳۰ کلونو راهیسې پر افغان سوداګرو تحمیل کړي دي.

د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د معلوماتو له مخې همدا اوس د افغانستان له لوري د تازه میوو او د پاکستان له لوري د مختلفو خوراکي موادو په سلګونه بار موټرې ولاړې او مواد ېې د ګرمۍ له امله، تر ډېره خراب شوي دي.

دا خونه وايي، په دې برخه کې د افغان صادرونکو په پرتله، پاکستاني سوداګرو ته زیات زیان اوښتی دی.

د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مسؤلینو دا هم وویل چې اوس‌مهال د پاکستان له حکومت او همدارنګه د هغه هېواد د سوداګرۍ او صنایعو له خوني سره، د تجارت، ټرانزیټ، د سارک سازمان او داسې نورو سیمه‌ییزو معاملو او یو له بل سره د همکاریو لاسلیک شوي تفاهم‌لیکونه موجود دي، خو پاکستان له دغو ټولو څخه په پرله‎پسې توګه سرغړونه کړې او کوي يې.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي وايي، په دې هکله له پاکستاني چارواکو سره خبرې روانې دي او په یوې یا دوو ورځو کې به دغه ستونزه هواره شي.

قوقندي: له پاکستاني چارواکو سره خبرې روانې او په یوې یا دوو ورځو کې به ستونزه هواره شي.
قوقندي: له پاکستاني چارواکو سره خبرې روانې او په یوې یا دوو ورځو کې به ستونزه هواره شي.

ښاغلي قوقندي زیاته کړه:

"دا خبره په اقتصادي عالي شورا کې مطرح شوې، جمهور رئیس پرې خبر دی، موږ د بهرنیو چارو وزارت ته مکتوب استولی، پرون په مؤقته توګه دغه لاره خلاصه او د لمدو مېوو څه باندې ۳۰ موټرې ور واوښتلې، خبرې روانې دي انشاءالله دغه لاره به په یوه ورځ کې خلاصه شي."

د سپین‌ بولدک–چمن تر منځ دروازه، ۱۰ ورځې مخکې هغه مهال د پاکستان له لوري وتړل شوه چې د سیمې ځینو کسانو د پاکستان پر ضد په یوې اعتراضیه غونډه کې د هغه هېواد بیرغ ته اور واچاوه.

افغان حکومت وايي، هڅې تېزې شوي چې افغان صادرونکو او واردونکو ته نورې لارې لکه د ایران چابهار، چین او نورو اروپايي هېوادونو ته د منځنۍ اسیاد د هېوادونو، تجارتي او ټرانزیټي لارې فعالې کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG