د لاسرسي لېنکونه

ترکيې د مقدونيې پنځه اتباع له اسلامي دولت ډلې يا داعش سره د يوځاى کېدو د هڅې په تور د هغوى خپل هېواد ته سپارلي دي.

د مقدونيې د کورنيو چارو وزرات پرون وويل چې دغه پنځه کسان دوه اوونۍ مخکې په استانبول کې د ترکيې د پوليسو له‌خوا د مقدونيې په همکارۍ د هغوى له همکارانو سره يوځاى نيول شوي دي.

دغه پنځه واړه کسان د ١٨ او ٢٤ کلونو تر منځ عمرونه لري.

د مقدونيې د کورنيو چارو وزارت وويل، ګڼ نور کسان هم په استانبول کې د چاپې پر مهال نيول شوي دي.

د وزارت په حواله، هغه کسان چې مقدونيې ته سپارل شوي، د مقدونيايي چارواکو له‌خوا تورن پېژندل شوي او په توقيف کې دي.

په مقدونيه کې له بهرنيو وسله‌والو يا هم ملېشه ډلو سره ملګري کېدل غير قانوني کار ګڼل کېږي.

تېر کال هم مقدونيې ١١ کسان له داعش سره د ملګري کېدو د هڅې په تور محکوم او اووه نور کسان تورن کړل.

د مقدونيې چارواکي وايي، پنځه ويشت وګړي يې په سوريه او عراق کې له داعش سخت دريځو سره يوځاى د جګړې په وخت کې وژل شوي دي.

دغه هېواد اټکل کوي چې ٥٠ تنه نور وګړي يې لا هم هلته په جګړه بوخت دي.

XS
SM
MD
LG