د لاسرسي لېنکونه

ترکيې د سوريي په شمال کې د پوځي عملياتو په لړ کې د کرد ملېشه جنګياليو پرضد هوايي حملې کړي دي.

انقرې نن دا خبر په داسې حال کې تائيد کړ چې د سوريې په شمال کې د ترکي پوځيانو او د سوريې د هغو کرد جنګياليو ترمنځ جګړې شديدې شوي چې د امريکا له خوا يې ملاتړ کېږي.

د کردانو دغه جنګيالي د ولسي خونديتوب د قطعو په نامه يادېږي.

د ترکيې له‎خوا پر کرد جنګياليو دا هوايي حملې په داسې حال کې کېږي چې انقرې د سوريې په شمال کې د خپل لومړني عسکر د وژل کېدو خبر تاييد کړ.

ترکيه وايي، دغه سرتېرى يې د کرد جنګياليو له خوا وژل شوى دى.

د سوريې د بشري حقونو د څار ادارې نن وويل، د ترکيې په هوايي حملو کې چې د سوريې په شمال کې شوي، ٢٠ تنه ملکيان وژل شوي دي.

ترکيه له سې شنبې راهيسې د سرحد په اوږدو کې هم د داعش د سخت دريځو وسله‎والو او هم د کردانو د ولسي خونديتوب د قطعو د وسله‎والو پرضد پوځي عمليات پرمخ بيايي.

که څه هم د کردانو د ولسي خونديتوب قطعې هم د داعش پرضد جنګېږي خو ترکيه وايي، هڅه کوي د ترکيې پولي ته څېرمه د دغو کردانو له‎خوا د سيمو د لاندې کولو مخه ونيسي.

XS
SM
MD
LG