افغان ولسمشر ټولو ښاروالانو ته د ښه خدمت کولو او په خپلو کې د کاري تجربو د شریکولو سپارښتنه وکړه.
ولسمشر وايي، افغانان د ښاري حکومتوالۍ له ناکامه سیسټم څخه کړېږي چې د هغه په خبره دا کار مثبت بدلون او جدي اصلاح ته اړتیا لري.
محمد اشرف غني د یکشنبې په ورځ د ښاروالانو ملي کنفرانس کې سپارښتنه وکړه چې ښاروالیانې د ښو خدمتونو په وړاندې کولو سره کولای شي، په حکومت باندې د خلکو باور زیات او حکومتي عواید دوه چنده کړي.
ښاغلي غني زیاته کړه:
"خلک هغه وخت پیسې ورکوي چې وویني پيسې د هغوی هوساینې او اسانتیاوو لپاره مصرفېږي، که وګوري چې پیسې یې بېځایه ځي او نتیجهیې نهویني، نو بیا خلک پیسې نهورکوي، جدي فرصت او زیاته اړتیا ده چې د مالیې ورکولو فرهنګ رامنځته کړو."
ښاغلي غني زیاته کړه، په پلان کې لري چې د قانون له مخې په سیمهییزې حکومتوالۍ کې د ښاروالانو صلاحیتونه زیات او دوی له اساسي قانون سره سم د انتخاباتو له لارې وټاکل شي.
افغان ولسمشر ښاروالانو ته وویل چې په نوښتونو او له خصوصي سکټور سره په همغږۍ کولای شئ، خلکو ته ښه خدمتونه وړاندې کړئ.
افغانستان ۳۴ ښاروالان لري چې ۲۱ تنهیې د ځانګړو طرحو او پروګرامونو په لرلو د ولسمشر له لوري ټاکل شوي او یو شمېر نور بیا د سرپرستانو په توګه دندې پرمخ وړي.
د کابل ښاروالۍ سرپرست عبدالله حبیبزي چې په همدې کنفرانس کې خبرې کولې وویل چې د کابل ښاروالۍ سټراټېژیک پلان طرحهیې وروستۍ کړې او په پلي کېدو سره به د کابل ښاریانو ټولې اړتیاوو ته ځواب ووايي.
ښاغلي حبیبزي په دې اړه وویل، دغه پلان له خصوصي سکتور سره په همغږۍ پلی کوي.
ښاغلی حبیبزی وايي:
"زموږ پروګرامونه، د خصوصي سکتور د پانګونې لپاره د همغږۍ یو مرکز رامنځته کول دي چې ډېر ژر به پرانیستل شي، څو له دې لارې پانګهوال وهڅول شي چې په بېلابېلو برخو لکه د پارکونو، د قرغې تفرېحي سیمې جوړونې او سوداګریزې ساحې رامنځته کړي."
که څه هم تل په ښاروالیو باندې په کارونو کې د ناغېړۍ تور پورې کېږي، خو ښاروالان وايي چې د کار په ساحه کې مسؤلیت لري، خو صلاحیتونه نهدي ورکړل شوي.
د هرات ښاروال فرهاد نیایش چې يه یاده غونډه کې یې د ولایتي ښاروالانو په استازیتوب خبرې کولې، له ولسمشر څخه وغوښتل چې د ښاروالۍ قانون دې توشېح کړي.
ښاغلی نیایش وايي، د دوی رتبې او معاشونه دې لوړ شي، څو د فساد مخنیوی وشي او هم دې د ښاروالۍ په چوکاټ کې د کارونو د اجرأ لپاره ځانګړي پولیس رامنځته شي.
راپور: رحمتالله افغان