د راپورونو له مخې د سوریې په شمال کې هغه ځواکونه چې ترکیه یې ملاتړ کوي په عملیاتو کې پرمختګ کوي. له بلې خوا د سوریې د بشري حقونو د څار ډله په منبج ښارګوټي او نژدې کلیو د ترکیې د هوایي او ځمکنیو بریدونو په ترڅ کې په لسګونو ملکي وګړو د وژل کېدو خبر ورکوي. خو انقره دغه راپورونه بې اساسه بولي.
د ترکیې پوځ او د هغه متحدې د سلطان مراد په نوم د سوریې د یاغیانو ډلې د یکشنبې په ورځ په داسې حال کې د منبج ښار پر لوري پرمختګ کړی چې د دواړو لورو ترمنځ د سوریې په شمال کې جګړو زوراخېستی دی.
منبج ښارګوټی چې د فرات د سیند لویدیځې غاړې ته پروت او د سوریې د کرد وسلهوالو په ولکه کې دی، د اګسټ په لومړیو کې د سوریې د ډیموکراټیکو ځواکونو ائتلاف له اسلامي دولت سخت دریځې ډلې ونیو. ځواکمنې کرد ملیشې هم په دغه ائتلاف کې هم شاملې دي.
دغو ځواکونو د امریکا په ملاتړ د منبج ښارګوټي د هغو عملیاتو په ترڅ کې نیولی و چې ۱۰ اوونۍ یې دوام وکړ.
خو انقرې د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې ترکیې له پولې بهر د سوریې په شمال کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې د کرد د خلکو د ساتنې د ډلو پر وسلهوالو هم بریدونه پیل کړي دي.
د سلطان مراد په نوم د یاغیانو د ډلې مشر ډګروال احمد عثمان د یکشنبې په ورځ وویل چې ځواکونه یې د ترکیې په ملاتړ د منبج پر لوري پرمختګ کوي چې له کُرد ملیشو سره مقابله وکړي.
د راپورونو له مخې د سلطان مراد د ډلې ځواکونه د منبج پر لوري پرمختګ کې یو شمېر هغو کلیو ته هم داخل شوي چې مخکې د سوریې کُرد وسلهوالو په ولکه کې وو.
د یکشنبې د ورځې په لومړیو کې انقرې دغه راز د سوریې په شمال کې په پوځي عملیاتو کې چې د اګسټ له ۲۳ راهیسې پیل شوي د خپل یوه پوځي د وژل کېدو اعلان وکړ.
په عین حال کې د سوریې د بشري حقونو ډلې چې دفتر یې په بریتانیا کې دې ویلي چې پر منبج ښار ګوټي د ترکیې په هوایي بریدونو کې شل ملکي وګړي او د ترکیې پولې ته نژدې د سوریې په یو شمېر شمالي کلیو کې د ترکیې د توپونو او ټانکونو په بریدونو کې لږ تر لږه پنځلس ولسي وګړي وژل شوي دي.
د ترکیې پوځ دغه راپورونه بې اساسه بللي او ویلي یې دی چې په هوایي بریدونو کې یی ۲۵ کُرد وسلهوال چې انقرې تروریستان بللي وژلي دي.
انقرې په سیمه کې د داعش د وسلهوالو او کُرد ځواکونو پر ضد د اګسټ له ۲۳ راهیسې عملیات پیل کړي دي. انقره غواړي چې دغه سیمه له دغو سخت دریځو ډلو تصفیه کړي.
د ترکیې د حُریت ورځپاڼې د راپور له مخې په سوریه کې د ترکیې پنځوس ټانکونه او ۳۸۰ پوځیان حضور لري.
ترکیې د کُردانو د خلکو د ساتنې په نوم ډلو ته چې د SDF ائتلاف یوه برخه ده خبرداری ورکړی چې د فرات د سیند له ختیځې برخې په شا شي کنه انقره به دې ته اړه شي چې له ځواکه کار واخلي.
ویل کیږي دغه ډلې په سوریه کې د داعش وسلهوالو په وړاندې جګړه کې ډیرې اغیزمنې دي.
ترکیه د کُردانو د خلکو د ساتنې ډلې د کردستان د کارګرانو د ګوند PKK چې یوه تروریستي ډله نومول شوې، یوه برخه بولي.
انقره دغه راز اندیښنه لري چې په سوریه کې د کردانو بریالیتوب به د ترکیې د ننه کُردان چې د دې هېواد د نفوسو یو لوی اقلیت دی، زړور کړي.