د لاسرسي لېنکونه

د پاکستان پنجاب صوبې په مرکز لاهور کې امنيتي چارواکي ادعا کوي چې له وسله‎والو ترهګرو سره په نښته کې يې په لاهور کې د سريلانکا پر کرکټ ټيم بريد کې ککړ ٤ مشکوک ترهګر وژلي دي.

د دې هېواد رسنۍ په پنجاب صوبه کې د ترهګرۍ ضد ځانګړو ځواکوتو «CDT» د وياند په حواله وايي چې د دې ادارې ځواکونو د يکشنبې په شپه د لاهور په "مناوا" سيمه کې د ترهګرو د شتون د اطلاعاتو پر بنسټ عمليات کړي چې په نتيجه کې يې دغه مشکوک ترهګر وژل شوي دي.

د دغه ادارې وياند ويلي:

"له ترهګرو سره په وسله‎واله نښته کې په ٢٠٠٩ میلادي کال په لاهور کې د سريلانکا پر کرکټ ټيم په بريد کې ککړ ٤ مشکوک ترهګر وژل شوي او ٤ نور تښتېدلي چې د لټون لپاره‌يې تلاشي عمليات پيل شوي دي."

د راپورونو له مخې وژل شوي ترهګر زبير، نيک محمد، عبدالوهاب او عدنان ارشد نومېږي چې په ٢٠٠٩ میلادي کال په لاهور کې د سريلانکا پر کرکټ ټيم او همداشان په ٢٠٠٨ میلادي کال کې د دې ښار په مون مارکېټ کې په هغه خونړي بريد کې ککړ وو چې سلګونو کسانو ته په‎کې مرګ ژوبله اوښتې وه.

وسله‎والو ترهګرو د ٢٠٠٩ میلادي کال په مارچ کې د سريلانکا کرکټ ټيم د غړو پر موټر وسله‎وال بريد کړى و چې په نتيجه کې يې ٧ پوليس وژل شوي او د سريلانکا کرکټ ټيم د جګپوړو غړو په ګډون په‎کې د دغه ټيم لږ تر لږه ٧ لوبغاړي سرسري ټپيان شوي وو.

له بلې‌خوا په ٢٠٠٨ میلادي کال کې د لاهور ښار په مون مارکېټ کې هم په يوه بريد کې لږ تر لږه ٧٠ کسان وژل شوي وو.

په لاهور کې پر دغه کرکټ ټيم تر بريد وروسته په پاکستان کې د نړیوال کرکټ دروازې بندې شوې او تر دې دمه کوم هېواد دغه هېواد ته د لوبېدلو لپاره راتلو ته زړه نه ښه کوي.

د پنجاب صوبې په ګډون د پاکستان په بېلابېلو سيمو کې د ترهګرو د ځپلو لپاره هدفي عمليات تر هغې وروسته تېز شوي چې د روانې مياشتې په ٨مه نېټۀ د بلوچستان صوبې مرکز کوېټې په يوه روغتون کې خونړى ځانمرګى بريد وشو چې د وکيلانو په ګډون په‎کې لږ تر لږه ٧٣ کسان ووژل شول او لسګونه نور په‌کې ټپيان شوي.

د دغه ځانمرګي بريد مسؤليت هم له تحريک طالبان پاکستان څخه بېلې شوې "جماعت‌الاحرار" وسله‎والې ډلې منلى و چې په دې وروستيو کې په پاکستان کې په خونړيو ترهګريزو بريدونو کې ککړه ده.

د پاکستان سياسي او پوځي چارواکو تر دغه بريد وروسته څو بېړنۍ غونډې او د ترهګرۍ د روانې څپې د مخنيوي لپاره ځينې پرېکړې هم وکړې چې يوه‌يې هم په دې هېواد کې د ترهګرو د پټو ځالو او پټو ملګرو د موندلو لپاره تلاشي عملياتو يا "کومبنګ اپرېشن" پيلول وو.

د يادونې وړ ده چې د پاکستان امنيتي ځواکونو دا مهال د کومبنګ اپرېشن تر څنګ له ٢٠١٤ میلادي کال راهيسې افغان پولې ته نېږدې په شمالي وزيرستان او نورو قبايلي سيمو کې د مېشتو ترهګرو پر ضد د ضرب عضب په نامه پوځي عمليات پيل کړي چې لاهم روان دي او زرګونو کورنيو او بهرنيو وسله‎والو ته په‎کې د مرګ ژوبلې اړولو خبر ورکوي.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG