د لاسرسي لېنکونه

د پکتیا ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، له وسله‎والو مخالفینو د جاني‎خېلو ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره هڅې روانې دي.

د پکتیا والي مرستیال عبدالولي سهي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دوی د جاني‎خېلو د بېرته نیولو لپاره کافي ځواکونه په واک کې لري.

د جاني‎خېلو د ولسوال او د پکتیا د ولایتي شورا د یو شمېر وکیلانو له قوله دغه ولسوالۍ دوه شپې وړاندې د سختو جګړو په نتیجه کې وسله‎والو طالبانو ونیوله.

XS
SM
MD
LG