د لاسرسي لېنکونه

د ایران دولتي رسنۍ وايي، د دغه هېواد د تبرېز ښار په یوه عقلي-رواني روغتون کې د اور لګېدو په نتیجه کې یو تن وژل شوی او ۳۵ نور ژوبل شوي دي.

د ایران رسمي خبري اژانس ایرنا وايي، دا پېښه پرون سهار وشوه.

له دې جلا ایراني چارواکي وايي چې څو غیر قصدي چاودنې د خوندیتوب مقرراتو ته د نه‌پاملرنې له کبله شوي دي.

د اهواز ښار په یوه هستوګنه ودانۍ کې تېره اوونۍ د ګاز چاودنې په اثر شپږ تنه مړه او ۱۱ نور ژوبل شول.

XS
SM
MD
LG