د لاسرسي لېنکونه

له څو میاشتو راهیسې په ایران کې د نشه‌يي توکو قاچاقچیانو لپاره د اعدام پر سزا غور کېږي.

ایران دا اعدامونه د نشه‌يي توکو قاچاق په وړاندې د مبارزې لپاره کوي.

د ایران یو لوړ قضایي مقام وایي، اعدامونو هم ونه‎شو کړای د نشه‌يي توکو د قاچاق مخه ونیسي.

د ایران د قضا څېړنېزې کمېټې رئیس محمد باقر الفت د ایران تسنیم خبری اژانس ته وویل:

"د انتظار وړ پايلې لاس ته نه‎دي راغلي او د نشه‌يي توکو قاچاق لږ نه، بلکې ډېر شوی دی."

الفت وایي، یو مهم لامل دا دی چې د نشه‌یي توکو د قاچاق په جرم اصلي تورن نه بلکې ساده قاچاقبران اعدامېږي.

د ده په عقیده، ګواښونکې به دا وي چې د اعدام پر ځای دا کسان په اوږده حبس کې واچول شي او شاقه کارونو ته وګمارل شي. ایران د نړۍ یو له سترو اعدامي شوراګانو څخه لري.

د امنېسټي انټرنېشنل د راپور له مخې په ۲۰۱۵ میلادي کال ایران کې ۹۷۷ اعدام حکمونه تطبیق شول او د سږکال له پیله ښایي څه د پاسه ۷۰۰ تنه اعدام شوي وي.

د ایران اسلامي جمهوریت وایي چې یوازې په ۲۰۱۲ میلادي کال کې یې ۳۸۸ ټنه اپیوم چې د نړۍ ۷۲ سلنه کېږي، نیولي دي.

د ایران اسلامي جمهوریت وایي چې یوازې په ۲۰۱۲ میلادي کال کې یې ۳۸۸ ټنه اپیوم چې د نړۍ ۷۲ سلنه کېږي، نیولي دي.

د ایران اسلامي جمهوریت وایي چې یوازې په ۲۰۱۲ میلادي کال کې یې ۳۸۸ ټنه اپیوم چې د نړۍ ۷۲ سلنه کېږي، نیولي دي.

خو ویل کېږي چې د نشه‌يي توکو له قاچاقچیانو سره د افغانستان او پاکستان پولو کې د اخ و ډب له امله‌یې ډېر امنیتي کارکوونکي هم له لاسه تللي.

د دغو اعدامونو زیاتره قربانیان یا د نشه‌يي توکو قاچاقبر وو او یا هم د ماشومانو د جنسي تجاوزونو مرتکب تورن کسان.

اوس له میاشتو راهیسې په ایران کې په دې خبرې کېږي چې د نشه‌يي توکو قاچاقچیانو په وړاندې د مبارزې لپاره د اعدام په سزا غور وشي.

د ایران قضا وایي چې د نشه‌يي توکو معامله‌ګران چې په زرهاوو ځوانان د مرګ کندې ته ټېل وهي باید سزا وویني.

ملګرو ملتونو په تکرار د نشه‌يي توکو په وړاندې د ایران مبارزه ستایلې خو د اعدام پر ضد دی.

د مخکنیو راپورونو پر اساس، ایران یو شمېر افغان وګړي هم د نشه‌يي توکو قاچاق په تور اعدام کړي خو دقیق شمېر يې نه‎دی معلوم.

XS
SM
MD
LG