د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۲

سهي: د پکتیا د جاني‎خېلو بېرته نیولو لپاره جدي هڅې روانې دي


پرون شنبه سهار د نهو ورځو جګړو وروسته د پکتیا ولایت جاني‎خېلو ولسوالۍ د وسله‎والو مخالفانو لاس ته ولوېده او د ولسوالۍ د بېرته نیولو په خاطر د امنیتي ځواکونو له‎خوا هلې ځلې روانې دي.

د پکتیا ولایت مرستیال عبدالولي سهي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې د جاني‎خېلو بېرته نیولو لپاره پوره ځواکونه په واک کې لري.

ښاغلي سهي زیاته کړه:

"زموږ ځواکونه مخکې سیمې ته تللي او همدا اوس ولسوالۍ ته نېږدې حضور لري. د کومانډو ځواکونه هم سیمې ته رسېدلي دي. موږ د هغو ځواکونو په‌ واسطه چې د پکتیا په ولایت کې یې لرو، کولای شو د دې ستونزې ځواب ووایو."

د جاني‎خېلو ولسوالۍ پرون د افغان امنیتي ځواکونو او طالب وسله‎والو د سختې جګړې په پایله کې د مخالفینو لاس ته ولوېده.

ښاغلی سهي وایي، د جاني‎خېلو ولسوالۍ چې له خوست ولایت سره لار لري- په جګړه کې د بهرنیو جنګیالیو په ګډون په سلګونو وسله‎والو جنګیالیو ونډه اخیستې.

ښاغلی سهي وايي:

"د هغو رپوټونو له مخې چې موږ ته رسېدلي د دښمن له ۶۵۰ تنو څخه زیاتو کسانو په دغه جګړه کې برخه اخیستې وه. په دې جګړه کې او معمولاً د پکتیا په جګړو کې چې بهرني جنګیالي هڅونې کوي، زیاته برخه‌يې پنجابیان او د پاکستان ای،اس،ای، دي. موږ لا نېښانې په لاس نه‎لرو چې له نورو کسانو هم نومونه واخلو."

د جاني‎خېلو ولسوال عبدالرحمن زرمتی چې مخکې یې سوله مل تخلص کاوه، د ګردېز له ښاره ازادي راډیو ته وویل چې طالبان په یوازې د دې ډول جګړې توان نه‎لري.

ښاغلی زرمتی وايي:

"دغه جګړه د بهرنیو او یا ووایم چې د پاکستاني جنرالانو په قومانده کېده. موږ د دوی مخابرې کشفولې. په اردو غږېدل، په پېښوري پښتو غږېدل، په ازبکي یې خبرې کولې، په بدخشاني لهجه غږېدل. د پکتیا په لهجه‌یې هم خبرې کولې. له هر قوم نه وو او له هر ځای نه وو."

اسلام‌اباد د افغانانو دا ادعا تل رد کړې ده.

ښاغلي زرمتي زیاته کړه، ولسوالۍ د ملاتړ کوونکو ځواکونو د نه‌رسېدو او د تجهیزاتو د خلاصېدو له امله له لاسه ووته.

زرمتی وايي:

"زموږ جنرالانو محاسبه کړې وه چې زموږ تجهیزات د ۶ میاشتو لپاره بس کېږي. خو موږ د یوې ورځې په جګړه کې د هغو دوه برخې ولګولې. زموږ مهمات ختم شول او موږ مجبور شوو چې خپل سرونه ژوندي وباسو. موږ هم مرګ ژوبله درلوده او دښمن هم څه ناڅه ۱۴۰ تنه له لاسه ورکړل."

د جاني‎خېلو ولسوال وویل چې وسله‎والو جنګیالیو ډېرو ودانیو ان دوکانونو ته اور ورته کړ.

دی زیاتوي:

"دومره ظالم وو چې د خلکو دوکانونو ته‌یې اور ورته کړ. د محلي پولیسو کورونو ته‌یې اور ورته کړ. د دوی ماشومان او مېرمنې تهدیدوي، ښځې له کوره باسي او کورونو ته‌یې اور اچوي."

دغه‌راز د دغې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې د جاني‎خېلو ولسوالۍ یې نیولې، وسلې، مهمات او وسایط‌یې ترلاسه کړي دي.

په دې ورستیو کې طالبانو د افغانستان په مختلفو سیمو او له هغې ډلې په کندز او هلمند کې خپل بریدونه سخت کړي دي.

افغان امنیتي چارواکو ویلي وو چې په دې جګړو کې "د غوڅ ملاتړ مأموریت" ځواکونه هم د اړتیا په وخت کې له افغان ځواکونو سره مرسته کوي.

دغه راز څه نا څه سل امریکایي سرتېري هلمند ته د افغان ځواکونو مرستې ته د لښکرګاه ښار د ساتنې په خاطر واستول شول.

د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما د روان کال جولای میاشت کې ویلي و چې په افغانستان کې وضعیت لاهم ناسم او طالبان لا هم یو ګواښ دی.

خو هم اوباما او هم د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وعده کړې چې د افغانستان خلکو او حکومت تر څنګ ولاړ دي او اجازه به ورنه‎کړي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو لپاره خوندي ځای وګرځي.

XS
SM
MD
LG