د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۹

فیصل: د سیاسي توافقنامې په اړه به ډېر ژر وروستۍ پرېکړه وشي


د افغانستان اجرائیه ریاست وايي چې د ملي یوالي حکومت مشران به ډېر ژر د سیاسي توافقنامې په اړه خپله وروستۍ پریکړه اعلان کړي.

اجرائیه ریاست وایي، په نږدې ورځو کې به خلک د ولسمشر او اجرائیه رئیس له لوري د سیاسي توافقنامې په اړه د وروستۍ پریکړې شاهدان وي.

د یاد ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل د شنبې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې د ولسمشر غني او اجرئیه رئیس تېرو لیدنو ته په اشاره وویل:

"جمهور رئیس او اجرائیه رئیس د پنجشنبې په ورځ سره ولیدل هغوۍ په دغه لیدنه کې د حکومت د سیاسي هوکړه لیک پر تطبیق او د هېواد پر روانو سیاسي او نورو موضوعاتو باندې بحث وکړ او پریکړه پر دې وشوه چې دا ډول ناستې به په راتلونکو ورځو کې ادامه ولري ترڅو د هېواد لوی مسایل تربحث لاندې ونیول شي او بلااخره وروستي تصامیم ونیول شي."

د ملي یوالي حکومت د دواړو مشرانو ترمنځ له سیاسي هوکړې وروسته رامنځته شو.

د ملي یووالي حکومت له سیاسي هوکړې وروسته رامنځته شو.
د ملي یووالي حکومت له سیاسي هوکړې وروسته رامنځته شو.

دواړو مشرانو ددغه سیاسي هوکړې له لاسلیک وروسته ژمنه وکړه چې ددغه هوکړې ټول موارد به عملي کوي.

خو په ورستیو ورځو کې عبدالله عبدالله ددغه هوکړه لیک د عملي کېدو په برخه کې پر ولسمشر انتقادونه وکړل چې د جمهوري ریاست له غبرګون سره مخامخ شول.

د نظرونو دغو اختلافاتو د خلکو او سیاسي کارپوهانو اندیښنې او غبرګونونه هم لرل.

اوس جاوید فیصل وايي چې دواړو مشرانو د پنجشنبې د ورځې په ناسته کې د مهمو مسایلو ترڅنګ د سیاسې هوکړې پر عملي کېدو هم خبرې کړي دي.

خو سوال دا دی چې د دواړو مشرانو ترمنځ وروستۍ پریکړه به تر کومه حده په هېواد کې شته ستونزې حل کړي؟

سیاسي کارپوه زبیر شفقي یې په اړه وايي:

سیاسي کارپوه زبیر شفقي
سیاسي کارپوه زبیر شفقي

"له بده مرغه د دغه دوو تنو په اجنډا کې د افغانستان لوی مسایل لویې ستونزې چي زموږ د ملت دي، دا زموږ د حکومت په دغه دواړو لوریو کې شاملې نه دي تراوسه د دوی په اجنډا کې د څوکیو وېش دی."

که څه هم جاوید فیصل د سیاسي هوکړې عملي کېدل د خلکو غوښتنه ګڼي او وايي چې دواړه مشران د خلکو دې غوښتنې ته احترام لري، خو زبیر شفقي وايي چې دغه هوکړه په بشپړه توګه د دوی له لورې نقض شوې او د ټولو اقتصادي او امنیتي ستونزو اصلي علت همدغه اختلافات دي چې د حل په صورت کې به یې د هېواد پر عمومي وضعیت مثبت تاثیر وکړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG