د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۰

د افغانستان او چین ترمنځ د لومړۍ ریل پټلۍ پيل او د هغې ګټې


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت له چین سره د اورګاډي پټلۍ پرانیستل او له یاد هېواد څخه افغانستان ته د لومړني سوداګریز کاروان راتګ د ټرانزیټي ستونزو د هوارولو او د موادو د بیو د کمولو په برخه کې موثر ګڼي.

دغه وزارت وايي، د سیمې له هېوادونو سره د ریل پټلۍ له لارې د افغانستان نښلول د حکومت له لومړیتوبونو څخه دي.

د یاد وزارت ویاند مسافر قوقندي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دا اقدام کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ په صادراتو او وارداتو کې زیاتې اسانتیاوي رامنځ ته کړي.

قوقندي: دا اقدام کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ په صادراتو او وارداتو کې زیاتې اسانتیاوي رامنځ ته کړي.
قوقندي: دا اقدام کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ په صادراتو او وارداتو کې زیاتې اسانتیاوي رامنځ ته کړي.

هغه زیاته کړه:

"د افغان حکومت له لومړیتوبونو څخه یو هم دا دی چې افغانستان په سیمه کې په یوه ترانیزیتي هېواد بدل شي، دا چې د ریل پټلۍ جوړېږي، نو په ډاډ سره ویلی شو چې دا د سیمو په نږدیوالي کې ډېره مهمه ده او د افغانستان په راکړه ورکړه کې ګټوره تمامېږي، نو ویلی شو چې هغه ریل پټلۍ چې افغانستان ته رسېږي ترانیزیټي ستونزې ورسره کمېږي، په بیو باندې تاثیر اچوي چې دا هر څه د هېواد او د خلکو د اقتصاد په ګټه دي."

د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګریزو توکو د راکړې ورکړې لپاره د چین هامین جیانګسوی په ښار کې د پنجشنبې په ورځ د چیني چارواکو او افغان سفیر له خوا اورګاډي پټلۍ پرانیستل شوه.

د افغانستان د سوداګریزو مالونو لومړنی ۸۴ کانتینري کاروان د چین له ختیځ جیانګ سو ایالت د نن تونګ له ښاره حرکت وکړ او د قزاقستان او ازبکستان له لارې به د افغانستان د حیرتانو بندر ته ورسېږي.

په چین کې افغان سفیر جانان موسی زی
په چین کې افغان سفیر جانان موسی زی

په چین کې افغان سفیر ویلي، دغه پروژه د "د چین او افغان ترانسپورټي ریل کرښې" تر نامه لاندې د "یو کمربند، یوه لاره" د پروګرامونو په چوکاټ کې افتتاح شوې ده.

په چین کې د افغانستان د سفارت مسؤلین وایي چې له دې لارې به په میاشت کې دوه ځله د چین د هایمن له ښار څخه د افغانستان د حیرتانو تر بندره سوداګریز مالونه انتقال شي.

د اورګاډي دغه پټلۍ د افغانستان او چین د اقتصادي پراختیا د پروګرام برخه ده چې د یوه نوي تجارتي لارې د رامنځ ته کولو په هدف جوړه شوې ده.

دغه پروګرام په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د چین د ولسمشر له لوري د یوه کمربند یوې لارې په نوم پرانیستل شو.

په ورته وخت کې د چارو یوشمېر کارپوهان د دغې پټلۍ اهمیت ته په کتو له حکومته غواړي چې د یادې لارې او سوداګریزو مالونو امنیت ته جدي پام وکړي.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالله واحدیار په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

واحدیار:افغان حکومت ته مهمه او حیاتي موضوع داده چې د دغې لارې امنیت خوندي کړي.
واحدیار:افغان حکومت ته مهمه او حیاتي موضوع داده چې د دغې لارې امنیت خوندي کړي.

"افغان حکومت ته مهمه او حیاتي موضوع داده چې د دغې لارې امنیت خوندي کړي، بیا دې د سوداګرو امنیت وساتي چې په دغه لاره صادرونکي او وارده ونکې پانګه ضایعه نه شي او خوندي وساتل شي چې دغه دواړه اقدامات د دې لپاره افغان حکومت ته مهم دي چې تراوسه په دې لاره کې پاتې راغلی."

له چین څخه د اورګاډي پټلۍ له لارې د افغان سوداګرو لومړنی سوداګریز کاروان په داسې حال کې د افغانستان په لور حرکت کړی چې افغان سوداګر تل د پاکستان او ایران له لارو د سوداګرۍ په برخه کې له ترانیزیټي ستونزو سرټکوي او په دې برخه کې د ستونزو د حل غوښتنه کوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، د ترانیزیټ په برخه کې د افغان سواګرو د ستونزو د کموالي په برخه کې کار کوي او همدارنګه هڅې پیل شوې چې افغانستان له ایران، تاجکستان او چین سره د اورګاډي پټلۍ له لارې ونښلوي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG