د لاسرسي لېنکونه

له نشه یي موادو سره د مبارزې عدلي او قضایې مرکز د مخدره موادو د قاچاق په تور ۴۰ کسان نیولې دي.

د دغه مرکز لخوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې یاد کسان د روان کال لمریز کال د اسد میاشتي په جریان کې د ۳۰ قضیو په تړاو د پولیسو لخوا له نیول کېدو وروسته یاد مرکز ته استول شوې دي.

خبرپاڼه وایي، په نیول شویو کسانو کې یو ایرانی وګړی هم شامل دی.

له نیول شوو کسانو په زیاته اندازه هیرویین، تاریاک او الکولي مشروبات ترلاسه شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې له نشه یي موادو سره د مبارزې عدلي او قضایې مرکز وایي، د روان کال د سرطان په میاشت کې هم ۲۷ کسان د اتلسو قضیو په تور نیول شوې دي.

XS
SM
MD
LG