د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۹

حکیمي: د مس عینک کان ساحې نه ۱۰۰ قلمه لرغوني اثار موندل شوي


د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، په دې وروستیو کې يې د لوګر ولایت د مس عینک له کان څخه څه باندې ۱۰۰ لرغوني اثار موندلي دي.

د افغانستان د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت وايي، د مس عینک له کان څخه په تازه ترلاسه شویو اثارو کې، د سپینو زرو، ډبرو، خټو او لرګیو څخه جوړ اثار شامل دي چې لرغونتوب یې له څلورم ېمیلادي پېړۍ څخه تر لومړۍ پېړۍپوړې رسېږی.

د دې وزارت ویاند هارون حکیمي ازادي راډیو ته وویل، دغه اثار په دې وروستیو کې د کورنیو او بهرنیو متخصصینو او لرغون پیژندونکو د هڅو په نتیجه کې موندل شوي او کابل ته لیږدول شوي دي:

حکیمي: په تازه ترلاسه شویو اثارو کې، د سپینو زرو، ډبرو، خټو او لرګیو څخه جوړ اثار شامل دي.
حکیمي: په تازه ترلاسه شویو اثارو کې، د سپینو زرو، ډبرو، خټو او لرګیو څخه جوړ اثار شامل دي.

هغه زیاته کړه:

"۱۰۰ اثار چې تازه د مس عینک په ساحه کې د کیندنو په نتیجه کې لاس ته راغلي وو، د افغانستان ملي موزیم ته تسلیم شول، د غیر منقولو اثارو د خوندیتوب لپاره یې چې له دې ساحې څخه لاس ته راځي، په محمداغه سیمه کې د یو موزیم د جوړولو پر نقشه کارروان دی، هیله ده چې چارې یې ژربشپړې شي، په دې صورت کې به موږ د سیمې د غیر منقولو اثارو د ساتنې یو موزیم ولرو."

ښاغلي حکیمي وویل، د مس عینک په ساحه کې د تاریخي اثارو د موندلو چارې په ۲۰۰۹ میلادي کال کې پیل شوي چې تراوسه ورڅخه د مختلفو تاریخي دورو، ۱۳۴۲ اثار ترلاسه شوي دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د معلوماتو له مخې سربېره د مس عینک پر سیمه، له ۲۰۰۱ میلادی کال راهیسې د ټول هېواد له تاریخي سیمو څخه، د کورنیو متخصیصنو د کېندنو په نتیجه کې شا وخوا ۵۰۰۰ لرغوني اثار لاس ته راغلي دي.

خو ځیني کسان وایي چې د افغانستان له تاریخي سیمو څخه اوس هم تاریخي اثار بهرنیو هېوادونو ته قاچاق کېږي.

د لوګر ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ پخواني رئیس محمد ظاهر صدیقي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د خروار ولسوالۍ د سجاوند او کافرکوټ سیمې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له نظره لیرې شوي، په دې سیمو کې له څه مودې راهیسې د سیمې خلک او قاچاق کوونکي کیندنې کوي او اثار ځینې قاچاق کوي."

خو د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، ښايي په ناامنو او هغو سیمو کې چې د وسله والو طالبانو په ولکه کې دي، اوس هم ځینې قاچاق کوونکي غیرقانوني کیندنې وکړي.

دا وزارت له امنیتي ارګانونو غواړي چې د تاریخي سیمو ساتنې ته تدابیر جدي کړي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، اوسمهال د تاریخي سیمو ساتلو ته د" ۰۱۲" قطعي په نامه یو ځواک ګمارل شوی او که د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وغواړي، د کورنیو چارو وزارت چمتو دی چې تدابیر ورته ونیسي.

د دې وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل:

دانش: د کورنیو چارو وزارت چمتو دی چې تدابیر ورته ونیسي.
دانش: د کورنیو چارو وزارت چمتو دی چې تدابیر ورته ونیسي.

"د هغو سیمو د ساتلو لپاره چې تاریخي اثار په کې کشف کېږي او یا هغه سیمې چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت ترپوښښ لاندې دي، موږ ورته امنیتي ځواکونه لرو، که د اطلاعاتو فرهنګ وزارت وغواړي او اړتیا ولري موږ ورته هر ډول اماده ګي لرو."

د افغانستان د ملي موزیم د معلوماتو له مخې په کورنیو جنګونو کې د افغانستان څه باندې سل زره تاریخي اثار، بهرنیو هېوادونو ته قاچاق شوي وو چې د یونسکو او انټرپول په مرسته له دې اثارو څخه څه باندې ۱۰۰۰۰ په بهرنیو هېوادونو کې ترلاسه شوي او دی هېواد لېږدول شوي دي.

خلک وايي، اوسمهال د غزني، هرات، غور او یو شمېر نورو ولایتونو په ناا منو سیمو کې تاریخي اثار خوندي نه دي.

دوی وايي، تاریخي اثار د هېواد د تاریخ او مدنیت د هویت ثبوت دی او حکومت دې هڅې پراخې کړي څو د دې اثارو د قاچاق مخه ونیول شي ترڅو ورک او قاچاق شوي اثار بېرته هېواد ته ستانه شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG