د لاسرسي لېنکونه

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو په خپلو ګڼو کې تر ډېره د حکومت د خپل منځیو اختلافاتو او د افغانستان پر امریکایې پوهنتون د وروستي برید په اړه لیکني او تبصرې کړي دي.

کابل پوسټ:

کابل پوسټ د اختلافي پریکړې تر عنوان لاندي یوه مقاله خپره کړې ده.

په مقاله کې د انتخاباتي اصلاحاتو بهیر ته په اشارې سره راغلي چې په تېرو پنځلسو کلونو کې د افغان حکومتونو یوه مهمه ستونزه همدغه اختلافي پریکړې وې چې د اړتیا پر وخت ترې د یو شمېر کړیو له خوا ابزاري استفاده کېده.

د لیکوال د معلوماتو له مخې دا په داسې حال کې وه چې د افغان چارواکو له خوا به یې سپيناوی نه کېده چې دا کسان ولې د حکومت د پرېکړو مخالفت کوي.

د سرمقالې د لیکوال په بارو حکومتونه پرېکړې د اکثریت رایو پربنسټ کېږي او کله چې پرېکړه وشي، نو چارواکي خپل اختلاف ته پای ورکوي او حق نه لري چې د یوې منل شوې پریکړې پر وړاندې ودرېږي او یا خلکو ته په اړه یې ناسم ذهنیت ورکړي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپل مخ کې په غټو ټکو لیکلي اسناد ښيي چې پر افغان ــ امریکايي پوهنتون برید په پاکستان کې تنظیم شوی و.

وړاندې په مطلب کې راغلي پاکستان ته په کار ده، د هغو تروریستي ډولو په وړاندې چې په افغانستان او سیمه کې فعالیتونه کوي، اقدام وکړي او پاکستان دغه دلایل چې دوی یې وايي، برائت نه شي ورکولای.

ویسا د غلام جیلاني ځواک له قوله لیکلي افغان حکوت باید د موجوده ستونزو د حل په هدف د پاکستان پر ځای له امریکا سره خبرې وکړي، ځکه امریکا په هر کار کې له پاکستان سره همغږي ده.

همدې ورځپانې په خپلې سرمقاله کې پوښتنه کړې اخر ترکومه به دغه حالت دوام لري؟

وړاندې په سرمقاله کې راغلي دا باید ومنو چې د روانو ستونزو یو مخیز حل وخت غواړي، ځکه کلونو ستونزې یو پربل انبارشوې دي.

د لیکوال په اند که افغان ولس همدې استدلال ته سرټیټ کړي چې چارواکي یې تکراروي، دا خو د ژوندي ولس له شان سره نه ښايي، معنا دا چې افغان حکومت دښمن بریا ته سرټیټ کړی.

سرنوشت:

سرنوشت ورځپاڼې لیکلي که افغان چارواکي له پاکستانه د وسله والو پر وړاندې د جدي عمل غوښتنه یوه تېروتنه ده.

وړاندې په مطلب راغلي د حل لاره دا ده چې افغانان باید په دې اړه نړیوالو ته مراجعه وکړي او د سیمې د تاثیر لرونکو هېوادونو له خو پر پاکستان فشارو راوړي.

د سرنوشت په سرمقاله کې یادونه شوې چې افغانان باید په خپله خاوره کې د جګړې پر ضد ودریږي، باید خپلو نړیوالو ملګرو ته و وايي چې یا له افغانانو سره ودریږي او یا له وسله والو ملاتړ وکړي.

د سرمقالې د لیکوال په باور له دې پرته به همدا جګړه وي او همدا وحشت.

XS
SM
MD
LG