د لاسرسي لېنکونه

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي< په یاد ولایت کې د نهه قوماندانانو په ګډون ۶۹وسله وال طالبان وژل شوي.

د یاد ولایت ویاند عطاالله خوګياڼي وايي چې یاد وسله وال په تېرو څلرویشت ساعتونو په حصارک ولسوالۍ کې د کورنیو ځواکونو د هوایي او ځمکني بریدونو په ترڅ کې وژل شوي دي.

نوموړی وایي، په ترسره شویو بریدونو کې ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
وسله والو طالبانو د ننګرهار ولایتي ادارې د وروستیو څرګندونو په تړاو تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG