د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۷

زاخېلوال: د دوستۍ دروازې بندېدو دوام لپاره هیڅ دلیل وجود نه لري


د سپین بولدک – او د بلوچستان ایالت د سرحدي ښار چمن تر منځ د د وستۍ په نامه دروازې تړل کېدو نه یوازې دا چې د میوو او سبزیو د سوداګرو په چارو کې خنډ رامنځته کړی او دوی ته یې سخت مالي زیان رسولی، بلکې د هغو افغان کډوالو لپاره یې هم خنډ رامنځته کړی چې له دروازې بلې غاړې ته درول شوي او خپلې خاورې ته د ننوتو اجازه نه ورکول کېږی.

د راستنېدونکو په کډو بار لارۍ له ښځو او ماشومانو سره د نورو موټرو په کتار کې ولاړې دي او وطن ته د رسېدو انتظار باسي.

دا دروازه هغه وخت د پاکستان د حکومت له خوا وتړل شوه چې یوې ډلې په سپین بولدک کې د یوې مظاهرې په ترڅ کې د پاکستان بیرغ ته اور واچاوه.

د دې لارې د پرانیستلو په خاطر له هماغه پیل څخه د افغانستان د سرحدي ځواکونو په بلنه څو ځله د پاکستاني سرحدي چارواکو سره خبرې شوې، خو لا یې مثبته پایله یې نه ده ورکړې.

پاکستاني لوري غوښتنه کړې چې د دغه هېواد د بیرغ د سوځولو په خاطر باید بخښنه وغوښتل شي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر عمر زاخېلوال مخکې دغه پېښه غندلې او ویلي یې وو، هغه کسانو چې د پاکستان بیرغ سوځولي د افغانستان د حکومت او یا خلکو استازیتوب نه کوي.

ده له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل:

په اسلام اباد کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال
په اسلام اباد کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال

"د بیرغ سوځول ښه کار نه دی شوی، ما هم هغه وغانده په دې هیله چې وروسته له هغه به دروازه پرانیستل شي،خو لا هم دروازه تړلې پاتې ده."

عمر زاخېلوال زیاته کړه چې اوس خبرې د سپین بولدک او چمن امنیتي چارواکو ته سپارل شوي دي.

ازادي راډیو پرون د سپین بولدک له کمیسار سمونوال علي احمد داوري سره خبرې وکړې، ده وویل چې دوی له پاکستاني چارواکو سره چې مسؤلیت یې د چمن بندر امر کرنیل جهانګیر لري، مطرح کړه.

هغه وویل، دوی نه یوازې چې د خبرو فیصلې مراعات نه کړې بلکې له څلورو ورځو راپدیخوا اوس هم خبرو ته نه حاضرېږي:

"موږ له دوی سره د لارې د پرانیستلو په خاطر څلور ځله جلسې دایرې کړې او خبرې مو وکړې، هر ځلې چې دوی زموږ سره خبرو ته راغلي، وعده یې کړې چې سبا ته به دروازه خلاصېږي، خو لا هم دروازه تړلې ده."

د پاکستان رسنۍ د هغه هېواد د چارواکو له قوله وايي، تر څو چې افغانستان د پاکستان د بیرغ د سوځولو په خاطر بخښنه و نه غواړي، دوی به دروازه نه پرانیزي.

عمر زاخیلوال له ازادي راډیو سره په خبرو کې وړاندې وویل؛ د حکومت بخښنه په هغه صورت کې پر ځای ده چې بیرغ د دوی په لاس سوځول شوی وي:

"د بخښنې غوښتنه د مسؤلیت منل دي، هغه عمل چې ناسم او نه منلی دی او نه زموږ په پالیسۍ او نه هم زموږ په اجرأتو کې د دا ډول کار ملاتړ کېږي، نو له دې کبله د بخښنې غوښتنه بې ځایه ده."

م.م: لپاره د چمن- سپین بولدک د لارې خلاصېدو ته سترګې په لار یو.
م.م: لپاره د چمن- سپین بولدک د لارې خلاصېدو ته سترګې په لار یو.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي چې دوی هم د کډوالو د ستنېدو لپاره د چمن- سپین بولدک د لارې خلاصېدو ته سترګې په لاره دي.

XS
SM
MD
LG