د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۱

بلوچستان: د اکبر بګټي وژنې د بلوڅ وسله واله مبارزه تېزه کړه


پرون د بلوچستان د وژل شوي ملتپال بلوڅ مشر نواب اکبر بګټي د لسم تلين په مناسبت په اکثرو بلوڅ مېشتو سيمو کې کاربنديز وو.

نوموړى د پوځي واکمن پروېز مشرف په واکمنۍ کې په پوځي عملياتو کې و وژل شو چې تر هغه وروسته په دې ايالت کې د خپلواکۍ غوښتنې مقاومت زور اخيستى او لا هم دوام لري.

د نواب اکبر بګټي د جمهوري وطن ګوند- چې اوس يې مشري د ده لمسى شاه زين بګټى کوي- او د برهمداغ بګټي په مشرۍ د "بلوچ ريپبلکن" ګوند له خوا د نواب اکبر بګټي تلين هر کال په بلوڅ مېشتو سيمو کې د کاربنديز او تورې ورځې په توګه لمانځل کېږي، پرون هم د دې ملتپال بلوڅ مشر د لسم تلين په مناسبت په اکثرو بلوڅ مېشتو سيمو کې کاربنديز اعلان شوى وو چې له امله يې په ځينو سيمو کې کاروباري مرکزونه تړلي وو

په بلوچستان کې د حکومت او امنيتي ادارو په ضد د خپلواکۍ غوښتنې مبارزې د نواب اکبر بګټي تر وژنې وروسته زور واخيست او په دې لس کلنه موده کې په اکثرو بلوڅ مېشتو سيمو کې هغو ملتپالو مشرانو زيات نفوذ پيدا کړچې له پاکستانه ازادي غواړي.

د نېشنل ګوند مشر ميرحاصل بزنجو وايي، د پروېز مشرف د واکمنۍ تر ټولو لويه تېروتنه دا وه چې نواب اکبر بګټى يې و واژه:

"زه فکر کوم دا د بلوچستان او مملکت دواړو لپاره دومره لوى تاوان وو چې تر اوسه نه شي پوره کېداى او د نواب بګټي تر شهادت وروسته چې دلته وسله واله مبارزه پيل شوه او دا اوس هر څه چې کېږي که نواب صاحب نه واى وژل شوى کېداى شي حالات تر دې ځايه نه واى رسېدلي."

نواب اکبر بګټى د بلوچستان اعلى وزير او ګورنر هم تېر شوی، خو د ژوند په وروستيو کې يې چې له مرکزي حکومت سره د بلوڅو پر وسايلو مخالفتونه زيات شول، نو پارلماني سياست يې پرېښوو.

د سياسي چارو څېړونکى سليم شاهد وايي، د نواب اکبر بګټي تر وژنې وروسته چې بلوچستان ناارامه شوى لا هم ناارامه دى:

"کله چې نواب اکبر بګټى شهيد کړاى شو نو دلته حالات نور هم خراب شو او څومره پېښې چې په دې لس کاله کې شوي او زور يې اخيستى د ده تر مرګ وروسته شوي، د دې وسله والې مبارزې د ځپلو لپاره هڅې هم وشوې خو کنټرول نه کړاى شوه."

د اکبر بګټي تر وژنې وروسته چې د بلوڅو د خپلواکۍ مبارزې زور واخيست، ورسره د بلوڅو سياسي فعالانو د مرموزو ورکېدنو او په تشدد د وژنو لړۍ هم پيل شوه او په دې لسو کلونو کې د زرګونو بلوڅانو د ورکېدو او وژل کېدو ادعا کېږي.

د ورکو بلوڅانو لپاره د ږغ پورته کوونکي سازمان مرستيال مشر ماما قدير بلوڅ ادعا کوي چې تر اوسه شاوخوا دېرش زره تنه ترى تم شوي او تر اتو زرو د زياتو کسانو خراب کړاى شوي مړي موندل شوي دي:

"د نواب اکبرخان بګټي تر شهادت وروسته چې د بلوڅانو په مرموزو تښتونو او وژنو کې څومره زياتوالى راغلى، نه ورک خلک موندل شوي نه يې د وژنو لړۍ درېدلې ده، نه د بشري حقونو ادارو څه کار کړى او نه سترې محکمې د قاضي القضات له خوا جوړ شوي قضايي کمېسیون څه کار کړى."

د بلوچستان د کورنيو چارو وزير ميرسرفراز بګټى ادعا کوي چې د بلوڅو وسله واله مبارزه يې اوس تر ډېره ځپلې ده او وايي چې د وسله والو سازمانو ګڼ شمېر قوماندانانو وسلې غورځولې او حکومت ته تسليم شوي دي.

د نېشنل ګوند مشر حاصل بزنجو هم وايي چې اوس هغه وسله وال مقاومت پاته نه دى چې د مملکت په خلاف کېده، وايي اوس دا مبارزه په کورنۍ جګړې بدله شوې ده:

"اوس خو له مملکت سره جګړه نه کېږي، اوس خو دې جګړې د وروروژنې بڼه اخيستې ده، اوس خو بلوڅان تر خپل منځ سره جنګېږي"

بل لور ته د ملېشه ځواکونو وياند رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ادعا کوي چې د بلوڅو ملتپالو ګوندونو له خوا اعلان شوى کاربنديز يې ناکامه کړ او وايي چې په هيڅ يوه سيمه کې هم نه ښوونځي او نه هم کاروباري مرکزونه تړلي وو.

نواب اکبر بګټي د ٢٠٠٦میلادي کال د اګست پر شپږويشتمه د ډېره بګټي او کوهلو تر منځ په ترتاني سيمه کې وروسته له هغه په پوځي عملياتو کې و وژل شو چې په بلوچستان کې يې د خپلو وسايلو پر سر د پروېز مشرف له حکومت سره مذاکرات ناکامه شول او د وسله والې مبارزې لپاره غرونو ته وخوت.

رپوټ: بارکوال مياخېل

XS
SM
MD
LG