سپینه ماڼۍ وايي، په خلیج کې د ایران د سمندري ځواکونو اقدامات د ناسمې محاسبې ګواښ زیاتوي.
د تېرې اوونۍ په اوږدو کې په خلیج کې د ایران او د امریکا د متحدو ایالتونو د جنګي بېړیو تر منځ مخامخ کېدو سپینه ماڼۍ اندېښمنه کړې ده.
د سپنې ماڼۍ ویاند وویل؛ د ایران د سمندري ځواکونو دې اقداماتو اندېښنې رامنځته کړي او د ناسمې محاسبې ګواښ زیاتوي.
جاش ارنیست چې پرون یې په یوه خبري ناسته خبرې کولې وویل؛ د ایرانیانو دا ډول کړنې د منلو وړ نه دي او د ده په وینا د هُرمز د تنګي په شان په ګڼه فضا کې د دا ډول پېښو پېښیدنه د ناسمې محاسبې څخه د خطر امکان زیاتوي.
ده وویل:
"د امریکا دفاع وزارت د دې دووپېښو په باب خپله پلټنه کړې او روښانوي، هغه اقدامات چې ایرانیانو کړي، خوندي او مسلکي نه وو."
د سپینې ماڼۍ ویاند د خپلې وینا په دوام وویل، روښانه ده چې هلته ځانګړی وضعیت وو چې دقیقه پېژندنه نه شوای کېدای، ځکه امریکا له ایران سره ډیپلوماتیکې اړیکي نه لري.
د امریکا د دفاع وزارت چارواکو وویل چې د فارس خلیج په شمال کې د امریکا سمندري ځواکونو دوو بېړیو ته، د ایراني تېزو سمندري بېړیو له نېږدې کېدو وروسته، ګواښونکې ډزې وکړې.
د پنتاګون چارواکو دغه راز وویل؛ دغه پېښه د چهارشنبې په ورځ د درېیو ایراني بېړیو څخه پيل شوه، خو دغو چارواکو د هغې ورته پېښې په باب څه و نه ویل چې به همدې ورځ د امریکایي او ایراني بېړیو تر منځ شوې وه.
د ایران د دفاع وزیر وویل؛ ایراني بېړیو یوازې خپله دنده اجرأ کړې ده.
د ایران دفاع وزیر حسین دهقان وایي، که د امریکا بېړۍ د ایران اوبو ته ننوزي، نو هرومرو به ګواښل کېږي.
د ایران د دفاع وزارت اعلامیه د حسین دهقان له خولې لیکي:
"موږ هغوی وڅارل، که دوی زموږ د اوبو سیمې ته ننوتی وای، موږ ورسره مقابله کوله."