د لاسرسي لېنکونه

په ايټاليا کې له شديدې زلزلې وروسته بېړنی حالت اعلان شوی دی.

د زلزلې په نتيجه کې دوه سوه اووه شپېته کسان ووژل شول او څلور سوه نور ټپيان شول.

زرګونو ژغورونکي تر ړنګو شويو ودانيو لاندې شويو لټون کوي خو د ژوندي پاتې شویو لپاره هيلې کمې شوي دي.

دغه زلزله د ريښتر په اندازه شپږ اعشاره دوه درجې ثبت شوې ده چې د تېرې چهار شنبې په ورځ له روم سره نيږدې په يو شمېر سیمو کې وشوه.

ويل کېږي سلګونو کسان تر ړنګو شويو ودانيو لاندي دي او ګڼ شمېر نور ورک هغه بهرنيان دي چې ايټاليا ته د سيل لپاره تللي وو.

په ۲۰۰۹م کال کې هم په دې هېواد کې په پنځه اعشاريه نهه درجې زلزله کې درې سوه او نهه کسان ووژل شول.

XS
SM
MD
LG