د لاسرسي لېنکونه

د امریکا د بهرنیو چارو وزير جان کري له خپل روسي سيال سرګي لاوروف سره يو ځای- هڅې کوي چې په سوریه کې د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې پر ضد د مبارزې اړوند يوه توافق ته ورسېږي.

د بهرنيو چارو دواړه وزيران نن په ژنيو ښار کې سره ويني.

کري ويلي چې هيله لري دا توفق به په سوریه کې مخالفتونه پای ته ورسوي او د نوي حکومت جوړولو پر لور تګ ته به د خبرو بیا پيلولو زمينه برابره کړي.

د روسيې د بهرنیو چارو وزارت روانه اوونۍ ويلي چې امریکا په سوریه کې له القاعده شبکې سره اړوندې النصره جبهې سره له جګړې ډډه کوي او له همدې کبله د پراخو موافقو مخه نيول شوې ده.

په همدې حال کې په سوریه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د کري او لاوروف نننۍ کتنه مهمه بللې ده.

XS
SM
MD
LG