د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۹

نړیوالو ورځپاڼو پر امریکايي پوهنتون د برید په اړه تبصرې کړي


د لویدیځ یو شمېر ورځپانو په خپلو تازه ګڼو کې په کابل کې پر امریکایي پوهنتون د برید مساله څېړلې ده.

په دې حمله کې د پوهنتون د یوه استاد نقیب احمد خپلواک سربېره یو شمېر محصلین او پولیس ووژل شول او په لسګونو کسان ټپیان شول.

وال ستریت جورنال لیکي، په دې پوهنتون کې چې په ۲۰۰۶ کال کې د امریکا په مالي مرسته زده کړې په کې پیل شوې، د افغانستان په کچه د لوړې سطحې تعلیمي مرکز دی، دې مرکز ګڼ ځوانان جذب کړي او ډېر استادان یې بهرنیان دي.

د ورځپاڼې په باور پر دې پوهنتون برید د افغانستان د ناوړه امنیتي وضعیت څرګندونه کوي چې طالبانو رامنځته کړی او په بېلابېلو سیمو کې یې حملې پیل کړې دي.

نیوریاک ټایمز:

د لویدیځ یوه بله ورځپاڼه، نیویارک ټایمزلیکي، د امریکایي چارواکو په باور د افغانستان امریکایي پوهنتون د دغه هېواد د روښانه راتلونکې یوه نښه ده، داسې نښه چې طالبان او نور افراطیان غواړي حمله پرې وکړي.

نیویارک ټایمز وړاندې لیکي، د پوهنتون په څېر ځایونه، هغه رستورانتونه چې بهرنیان او افغان ځوانان ورځي، حتی فرهنګي مرکزونه چې افغانان په کې خپل هنر څرګندوي د یاغیانو د برید هدف دي او دوی غواړي په دې ډول په افغانستان کې د بهرنیانو فعالیتونه محدود کړي او د افغانانو په زړونو کې ویره او ترهه پیدا کړي.

د لندن ټایمز ورځپاڼې په خپلې تازه ګڼه کې امریکايي پوهنتون ته د وسله والو د ورننوتلو او له پوهنتون څخه د محصلانو د تېښتې په اړه مقاله خپره کړې ده، دې بریتانیایۍ ورځپاڼې د هغو خلکو خبرې رااخیستې دي چې پېښه یې په خپلو سترګو لیدلې ده او هغه محصلان یې راغږولي دي چې له پېښې روغ وتلي دي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي چې په کابل کې پر امریکایي پوهنتون برید وشو او تر دې مخکې روان کال یو لړ نورې حملې وشوې چې دا د شخړو د زیاتوالې څرګندونه کوي.

ورځپاڼه د اپریل په میاشت کې چاودنې ته اشاره کوي چې د امریکا سفارت ته یې نږدې ۶۴ کسان ووژل، بیا د تېرې میاشتې ځان وژونکی برید یادوي چې تر ۸۰ ډېر کسان په کې ووژل شول او ۲۳۰ تنه په کې ټپیان شول.

فارین پالیسي:

فارین پالیسي خپرونه هم په خپله تازه ګڼه کې د کابل د امریکایي پوهنتون پېښه شیبه په شیبه انځوروي او د عیني شاهدانو خبرې یې رااخیستې دي چې کله د برید پر مهال د پوهنتون دننه وو او بیا چې کله روغ له پوهنتونه ووتل، د دغو کسانو لحظه په لحظه احساسات په دې خبرو کې څرګند شوې دي.

XS
SM
MD
LG