د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۳

شريف: خپله خاوره افغانستان کې ترهګرۍ لپاره کارېدو ته نه پرېږدو


د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحيل شريف په کابل کې پر افغان امريکايي پوهنتون ترهګريز بريد غندلى او يو ځل بيا يې ټينګار کړى چې "پاکستان به خپله خاوره په افغانستان کې د هېڅ ډول ترهګرۍ لپاره کارېدو ته پرېنږدي."

دا په داسې حال کې ده چې وسله والو د پنجشنبې په شپه په کابل کې پر افغان امريکايي پوهنتون وسله وال بريد وکړ چې په نتيجه کې يې د وروستيو راپورونو له مخې، لږ تر لږه ١٣ کسان وژل شوي او ٢۵ زيات په کې ټپيان دي.

افغان چارواکي وايي چې پر افغان امريکايي پوهنتون دغه ترهګريز بريد د ډيورنډ کرښې له پورې غاړې پلان شوى و او ترهګر له بريدګرو سره د بريد پر مهال ټليفوني تماس لاره.

د افغانستان ولسشمر محمد اشرف ددغه بريد پر سبا د پاکستاني پوځ له مشر جنرال راحيل شريف سره په ټليفوني اړيکي نيولي او هغه ته يې د موبایل ټلیفون ۳ شمېرې ورښودلي چې له هغو څخه د بريد پر مهال د پاکستان له خاورې له تروریستانو سره تماس روان وو.

د پاکستاني مطبوعاتي څانګې ISPR د پنجشنبې په ورځ په همدې اړه په يوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ويلي:

"تر دې وروسته چې د افغانستان چارواکو د موبایل ۳ شمېرې له پاکستان سره شریکې کړې، د پاکستان امنیتي ځواکونو د افغانستان د حکومت د معلوماتو پر بنياد د افغانستان او پاکستان پولې ته نږدې د ترهګرو د لټون په موخه عملیات وکړل."

افغان ولسمشر تر هغې وروسته د پاکستان پوځ مشر ته ټليفون وکړ چې د افغانستان ملي امنیت د ملي امنیت شورا غونډې ته د کابل پر امریکايي پوهنتون د بريد په اړه اسناد او شواهد وړاندې کړل چې له مخې يې دا بريد د پاکستان له خاورې تنظیم شوی او له هماغه ځایه بريدګرو ته لارښودنه کېده.

د پاکستان پوځ په عین حال کې وايي چې دغه درېواړه موبايل شمېرې د افغانستان د موباېل شرکتونو يا شبکو دي چې ډېر ځلې ددغو شرکتونو سیګنالونه له پولې اوړي.

که څه هم د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګه وايي چې د دې هېواد امنيتي ځواکونو افغان پولې ته نږدې عمليات کړي، خو په دغو عملياتو کې يې د ترهګرو د نيولو يا وژلو په اړه څه نه دي ويلي، خو وايي:

"د عملیاتو د نتیجې په اړه یې افغان چارواکو ته معلومات ورکړي او د موباېل شمېرو په اړه نورې څېړنې روانې دي."

دغه خبرپاڼه کې د پوځ د مشر جنرال راحيل شريف په حواله ويلي چې نوموړي له افغان ولسمشر سره په خبرو کې هغه ته ډاډ ورکړى چې پاکستان به خپله خاوره په افغانستان کې د هېڅ ډول ترهګرۍ لپاره کارېدو ته پرېنږدي.

پر افغان چارواکو سربېره، د امريکا، د ملګري ملتونو سازمان او يو شمېر نورو سازمانونو او هېوادونو په کابل کې پر افغان امريکايي پوهنتون دغه بريد په کلکو ټکو غندلى دى.

د يادونې وړ ده چې په کابل کې پر افغان امريکايي پوهنتون ددغه بريد مسؤليت لا تر دې دمه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG