د لاسرسي لېنکونه

په ایران کې د یوې ناروغې افغانې نجلۍ مړینې په دې هېواد کې بهرنیانو ته د بدن غړو د پیوند قانون په اړه بحثونه پارولي دي.

۱۲ کلنې لطیفې رحماني چې د ځیګر سخته ناروغي یې لرله تېره اوونۍ د شیراز په یوه روغتون کې ساه ورکړه.

د تندلارو یوې پلوې ایرانۍ وېب‎پاڼې د لطیفې د پلار له قوله لیکلي دي چې نوموړی وايي، د روغتون ډاکټرانو ونه‎غوښتل د ده د لور ځیګر عملیات کړي او ځکه مړه شوه.

هغه وروسته له ایسنا خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، ډاکټرانو له ده پوښتنه وکړه چې ایا د عملیاتو پیسې لري کنه او ده ځواب ورکړ چې پیسې به پیدا کړي خو هغوی دې لومړی د ده لور عملیات کړي.

عملیات ونه‎شو او لطیفه دوه ورځې وروسته د اګسټ په ۱۹مه نېټه مړه شوه.

ایراني چارواکو د ۲۰۱۴ میلادي کال په سپټمبر میاشت کې بهرنیانو ته د ایراني وګړو د بدن د غړو پیوند ممنوع اعلان کړ.

د دې ممنوعیت لپاره استدلال دا و چې په خپله د ایران زیات شمېر وګړي د بدن د غړو پیوند ته په لیکه کې ولاړ دي.

د شیراز روغتون مسؤلانو او حکومتي چارواکو دا ادعاوې رد کړې چې ګنې د لطیفې د مړینې په قضیه کې د ملیت خبره مهمه وه او ویلي یې دي د هغې د مړینې علت سخته ناروغي وه.

د ایران روغتیا وزیر حسن قاضي‎زاده هاشمي د تېرې سې شنبې په ورځ وویل، د لطیفې د مور او پلار د ځیګر یوه برخه د لطیفې ځیګر ته پیوند کېدلای شوای خو د هغې ناروغي ډېره پرمختللې وه نو ځکه دا عملیات ترسره نه‎شول.

د ایران روغتیا وزیر وویل، یو شمېر کسانو چې ده‌یې نوم وانه‎خېست، غوښتل له دې موقع ناوړه ګټه واخلي او د ایرانیانو او افغانانو تر منځ چې ده وویل، له یو بل سره خویندې-وروڼه دي، اړیکې خرابې کړي.

هاشمي بهرنیانو ته د ایراني اتباعو د وجود غړو د پیوند ممانعت له قانونه پر دفاع ټینګار وکړ او ویې‌ویل، د دې قانون هدف د ایراني وګړو د حرمت ساتنه ده.

هغه زیاته کړه چې په ایران کې د بډوډو پیوند مجاز دی او په تېرو لسو کلونو کې بهرنیانو ته د بدن د غړو پیوند ۶۰۸ عملیات ترسره شوي دي په داسې حال کې چې د ده په وینا غیر رسمي ارقام تر دې هم لوړ دي.

د ایران روغتیا وزیر وویل، پر دې سربېره استثنايي موارد هم شته دي چې د ده په وینا ایران نه‎شي کولای برابر یې کړي.

د ایران په پارلمان کې د روغتیا کمېسیون مرستیال محمد حسین قرباني ویلي دا کمېسیون به د لطیفې رحماني د مړینې پېښه وڅېړي څو پارلمان په دې اړه غور وکړي چې ایا په دې قانون کې بدلون ته اړتیا شته کنه.

ښاغلي قرباني زیاته کړه، په دې قانون کې د بدلون په صورت کې به روغتونونو ته په استثنايي حالاتو کې د بدن د غړو پیوند اجازه ورکړل شي.

د قرباني په وینا د انسان د ژوند ژغورل د روغتیايي کارکوونکو لپاره مهم دی او ځکه باید استثنايي حالات په پام کې ونیول شي.

XS
SM
MD
LG