د لاسرسي لېنکونه

د نورستان ولایت چارواکي انتقاد کوي چې په مرکز پارون کې د اوبو بند کارونه چې د ۱،۲ کیلو واټه بریښنا ظرفیت لري، له تېرو ۹ کلونو څخه پر مخ نه دی تللی.

د دغه ولایت د ولایتي شورا رئیس سعدالله پاینده زوی ازادي راډیوته وویل چې د یاد ولایت خلک بریښنا ته ډېره اړتیا لري او ټولې صنعتي فابریکې د برېښنا د نه شتون له امله له ستونزو سره مخ او چارې یې ټکنې شوې دي.

د یادو فابریکو خاوندان هم وايي چې په دې توګه دوی نه‎شي کولای چې خپل فعالیتونه پراخ او خپل اقنصاد پیاوړی کړي.

بل لوري ته بیا د بریښنا د یاد بند قراردادیان وايي چې حکومت ورته د شوي تړون له مخې خپلې پیسې پرخپل وخت نه ورکوي.

XS
SM
MD
LG