د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان د فوټبال غوره لیګ سیالیو پنځم دور نن د فوټبال فدراسیون د فني مرستیال یوسف کارګر له‎خوا په کابل کې پرانېستل شو.

په دغو لوبو کې له اتو زونونو څخه اته ټيمونه ګډون لري.

د فوټبال فدراسیون مطبوعاتي مسؤل سید علي کاظمي وایي، دغه سیالۍ به ۴۹ ورځې دوام وکړي.

د دغو سیالیو په لومړي ورځ د تېرکال اتل ټیم د سپین غر بازان له سیمرغ البرز سره مخامخ دی.

XS
SM
MD
LG