د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۵

افغان حکومت ته د "افغانستان زرغون بهیر اسلامي بنسټ" خبرداری


د افغانستان زرغون بهیر اسلامي بنسټ د حکومت له مشرانو غواړي چې د ملي یووالي حکومت د سیاسي تفاهم‎لیک ژمنې دې عملي کړي.

دا بنسټ وايي، د ملي یووالي حکومت د سیاسي تفاهم‎لیک د موادو نه‌پلي کول، د هېواد له خلکو، دیني عالمانو او په مجموع کې له هېواد سره جفا ده.

د دې بنسټ په لسګونو غړو د پنجشنبې ورځ په کابل کې یوې ناسته ته وویل، که د ملي یووالي حکومت مشران د سیاسي تفاهم د موادو له پلي کولو سرغړونه وکړي، د دغه بنسټ له غبرګون سره به مخ شي.

د عالمانو د اسلامي دعوت د بنسټ رئيس مولوي سید عبدالهادي هدایت
د عالمانو د اسلامي دعوت د بنسټ رئيس مولوي سید عبدالهادي هدایت

د افغانستان زرغون بهیر اسلامي بنسټ رئيس مولوي سید عبدالهادي هدایت وویل:

"نن مو دیني عالمانو ته زحمت ورکړی څو یو ځل بیا د عدالت غوښتنې او د ملي یووالي حکومت د سیاسي تفاهم‎لیک د ټولو موادو د عملي کېدو لپاره، د دیني عالمانو له ادرسه غږ پورته کړو. موږ د تبعیض او تعصب پر وړاندې هېڅکله هم چُپ نه‌کېنو."

د افغانستان زرغون بهیر اسلامي بنسټ غړو وویل، د افغانستان خلکو او په تېره دیني عالمانو په ډېرو سختو شرایطو کې د دې لپاره په انتخاباتو کې برخه واخیسته چې په هېواد کې پر اسلام او خلکو یو مین حکومت رامنځته شي خو له بده‎مرغه داسې ونه‌شول او لیدل کېږي چې د خلکو هیلې د حکومت مشرانو د اختلافونو قرباني کېږي.

دوی وویل، د ملي یووالي حکومت جوړېدو سیاسي تفاهم‎لیک یو منل شوی سند دی او باید عملي شي.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د حکومت اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله پر جمهور رئيس اعتراض وکړ چې یو لړ مهمې پرېکړې او مقررۍ د اجرائیه ریاست له مشورو پرته کېږي.

عبدالله عبدالله دا هم ویلي چې جمهور رئیس د ملي یووالي حکومت پر تفاهم‎لیک عمل نه‌دی کړی.

په دې اړه ځینو سیاستوالو هم ویلي چې دا موضوع باید رسنیو ته نه‌وی وتلای.

د افغانستان د جمهور رئیس ویاند مرستیال دوا خان مینه‌پال ازادي راډیو ته وویل، حکومت خلکو سره پر کړو ژمنو ولاړ دی.

مینه‌پال: حکومت خلکو سره پر کړو ژمنو ولاړ دی.
مینه‌پال: حکومت خلکو سره پر کړو ژمنو ولاړ دی.

ښاغلي مینه‌پال زیاته کړه:

"د اساسي قانون د تعدیل لپاره د لویې جرګې جوړول او د انتخاباتي نظام د اصلاحاتو په ګډون ټولې هغه ژمنې چې حکومت له خلکو او نړیوالې ټولنې سره کړي، ټولې د عملي کېدو په درشل کې دي او عملي کېږي."

د جمهور رئیس او اجرائیه رئیس تر منځ تېره اوونۍ مخامخ خبرې شوي او په پام کې ده چې نن د دوی تر منځ دوهم ځل خبرې هم وشي.

ارګ ته نېږدې منابعو ویلي، د دغو خبرو اترو نتیجه به د دواړو مشرانو تر منځ د دوهم ځل خبرو وروسته څرګند شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG