د لاسرسي لېنکونه

د فنلنډ پولیس وایي، یو عراقي وګړی یې په دې تور نیولی چې ګواکې په ۲۰۱۴میلادي کال کې یې د یو شمېر عراقي سرتېرو په ډله ییزه وژنه کې لاس درلود.

۱۷۰۰ تنه عراقي سرتېري چې ډیری یې شیعه مذهبي وو، په ۲۰۱۴میلادي کال کې په عراق کې د اسلامي دولت ډلې له‌خوا د یوې امریکایي پوځي اډې سپایکر تر نیول کېدو وروسته د تېښتې په حال کې و چې د داعش وسله‌والو له‌خوا ووژل شو.

د فنلنډ پولیس وایي، دا احتمال شته چې په هغه هېواد کې نیول شوی ۲۴ کلن کس هغه مهال د اسلامي دولت ډلې غړی وو. د ده هویت نه‌دی ښودل شوی.

دغه عراقی د ۲۰۱۵میلادي کال په اګسټ کې فنلنډ ته ورغلی وو. چاواکو دا نه‌دي ویلي چې نوموړي پناغوښتې وه که څنګه.

د ۳۲۵۰۰ کسانو څخه چې تېر کال فنلنډ ته د پناه غوښتنې لپاره ورغلي وو، ډیری یې د عراق وو.

د فنلنډ پولیس د هغو دوو نورو عراقیانو په اړه هم څېړنه کوي چې احتمالاً په سپایکر پوځي اډې کې یې پر ۱۱ بې وسلې بندیانو په برید کې برخه اخېستې ده. د دې پېښې څخه د اسلامي دولت ډلې فلم اخیستی وو.

XS
SM
MD
LG