د لاسرسي لېنکونه

د ایټالیا په مرکزي سیمو کې د زلزلې له امله لږ تر لږه ۱۲۰ تنه مړه شوي او نېږدې ۳۷۰ تنه ټپیان شوي دي.

د ایټالیا صدراعظم ماتیو رینزي تېره ورځ وویل، دا وروستۍ شمېرې نه‎دي.

لا هم ډېر کسان د زلزلې له امله تر ورانو شویو ځایونو لاندې دي.

پرون د مرکز روم په شمال ختیځ کې د شپږ اعشاریه دوه ریښتر درجې په کچه زلزله وشوه چې د اکومولي، اماتریچي، پوستا او ارکواتیا دي ترونتو ښارونه‌یې ډېر ځپلي دي.

XS
SM
MD
LG