د لاسرسي لېنکونه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایي، هغه وسله‎والو چې ترکیه‌یې ملاتړ کوي د سوریې جرابلس ښارګوټی له داعش څخه نیولی دی.

رجب طیب اردوغان د امریکا له مرستیال ولسمشر جو بایډن سره پرون په انقره کې تر خبرو وروسته وویل، جرابلس ښار څو ساعته وروسته تر دې سقوط وکړ چې د ترکیې ټانکونه او ځانګړي ځواکونه د امریکا په ملاتړ له سرحده پورې وتل.

ترکیه وایي چې د دې عملیاتو هدف چې د سوریې د ازاد پوځ په ملاتړ ترسره شوو، د داعش او د سوریې د کردانو په مشرۍ د ائتلاف مخنیوی و چې دغو دواړو ډلو غوښتل د جرابلس ښار لورته رامخته شي.

د امریکا مرستیال ولسمشر جو بایډن وویل، څه چې ترکیې کړې دي، موږ یې ملاتړ کوو او زموږ الوتکې هم د دوی ساتنه کوي.

بایډن زیاته کړه چې د ترکیې سرحدونه باید د ترکانو له لوري کنټرول شي.

XS
SM
MD
LG