د لاسرسي لېنکونه

په سپین بولدک کې د دوستۍ په نوم د افغانستان او پاکستان تر منځ دروازه ښایي نن پرانیستل شي.

دا لاره تېره اوونۍ د پنجشنبې په ورځ هغه وخت وتړل شوه چې په وېش کې د افغانستان لورته مظاهره کوونکو د پاکستان بیرغ ته اور ورته کړ.

د کندهار ولایت ویاند صمیم خپلواک ازادي راډیو ته وویل چې دوی هیله لري دا لاره نن پرانیستل شي:

"د کندهار ولایتي ادارې کوښښ کړی او کوي یې چې هرڅومره ژر امکان ولري، دغه ستونزه د بهرنیو چارو د ریاست له لارې، د ډپیلوماټیکو اړیکو له لارې ستونزه هواره کړي."

ښاغلي خپلواک زیاته کړه چې د دوستۍ دروازې د تړلو له امله افغان سوداګرو ته په کندهار کې ډېر زیان اوښتی دی او د کندهار ولایت ستونزو د ژر تر ژره هواري لپاره په کندهار کې د پاکستان له قونسلګرۍ، د افغانستان له بهرنیو چارو وزارت او په اسلام‌اباد کې د افغانستان له سفارت سره ستونزه شریکه کړې ده.

XS
SM
MD
LG