د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان د بېلابېلاو سیمه ییزو ژبو د پراختیا او بډاینې څلور ورځنی سیمنار د کډونوالو په یو لړ خاصو غوښتنو سره پای ته و رسېد.

د سیمنار ګډونوالو له حکومت نه غوښتنه وکړه چې د د دریمې رسمي ژبې ستونزو ته پام وکړي.

دوی له حکومته غواړي چې د اساسي قانون په چوکات کې د دریمې رسمي ژبې پراختیا، بډاینې او ستونزو ته جدي پام وکړي.

په دې اړه په کابل کې د ازبکو، ترکمنو، پشه یې، بلوڅو او نورستاني قومونو د استازو له خوا جوړ شوي څلور ورځني سیمینار د چهارشنبې په ورځ د یوه پریکړه لیک په صادرولو سره پای ته و رسېد.

د دغه سیمنار یو تن ګډونوال پوهاندوی نظري د چهارشنبې په ورځ له ازادي راډيو سره خبرو کې د سیمینار د ګډونوالو د غوښتنو په اړه وویل:

"د افغانستان د علومو په اکاډمۍ او لوړو زده کړو په موسسو کې د دریمو ژبو او ادبیاتو د ډیپارټمنتونو د پراختیا غوښتونکي یو، دا هغه موارد دي چې د څلورو ورځو په غونډه کې ورباندې خبري و شوې او په پریکړه لیک کې هم ځای شوي دي چې موږ یې د عملي کېدو غوښتنه لرو."

که څه هم ژبپوهان د افغانستان د مروجو ژبو د شمېر په اړه بېلابېل نظرونه لري، خو د افغانستان د بېلابېلو قومونو ځینې استازي په هېواد کې د مروجو ژبو شمېر له څلویښتو زیات یادوي.

د افغانستان د بېلابېلاو قومونو استازي وايي، که حکومت د دریمې رسمي ژبې د ساتنې او رواجولو لپاره ګټور پرواګرامونه تر لاس لاندې ونه نیسي، د هېواد فرهنګ او ژبې به له ستونزو سره مخ شي.

بل خوا د افغان ولسمشر د لومړي مرستیال د دفتر رئیس وايي چې د سیمنار پریکړه لیک او غوښتنې ورته سپارل شوې دي او حکومت به ورباندې غور وکړي.

ډاکټر عنایت الله بابر فرهمند ازا دي راډيو ته وویل چې د دغو غوښتنو له جملې څخه ځینې په لنډ مهال اوځنیې یې په اوږدمهال کې د منلو وړ دي.

هغه زیاته کړه:

"د افغانستان د دریمو رسمي ژبو د ویونکو غوښتنې چې د سیمینار په ترڅ کې دوی را ټولې او وړاندي کړلې، ځینې یې په لنډ مهال کې پوره کېږي او ځینې یې په منځ مهالې کې په راتلونکې کې د حل کېدو وړ دي."

حکومت د اساسي قانون له مخې مکلفیت لري، په هغو سیمو کې چې اکثریت خلک یې په دریمه ژبه لکه ازبکي، ترکمني، بلوڅي، نورستاني، پشه يي او پامیري خبرې کوي، د دغو ژبو د پراختیا او د تدریس زمینه برابره کړي.

د افغانستان د بېلابېلاو قومونو استازي وايي چې حکومت په تېرو پنځلسو کلونو کې د دریمې ژبې د بډاینې لپاره هیڅ د پام وړ کار نه دی کړی.

دوی وايي کډوالي، غلط سیاستونه او د حکومت نه پاملرنه هغه څه دي چې د هېواد په سیمه ییزو ژبو یې سیوری غوړولی دی چې جدي پاملرنې ته اړتیا لیدل کېږي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG