د لاسرسي لېنکونه

د ملي یووالي حکومت مشرانو د خپلمنځي اختلافاتو خبرې په داسې حال کې راپورته شوي چې طالبانو د هېواد په بېلابېلو برخو کې خپلې حملې زیاتې کړي دي.

څېړونکي وايي، د هېواد په يو شمېر سيمو کې پخواني جهادي مشران هڅې کوي چې خپلې جبهې قوي او خپل پلويان نور هم مسلح کړي.


کله چې د روان کال په لومړیو کې د امریکا د استخباراتي ادارې د رئیس دفتر په نړۍ کې د خپرېدونکو خطرونو ارزونه وکړه، په دې ارزونه کې يې د افغانستان په اړه داسې ويل شوي:

"سياسي پيوستون به د کابل ملي يووالي حکومت لپاره یو لوی چلنج وي او دغه حکومت به د ۲۰۱۶ میلادي په پای کې له لويو او لا وېشونکو ستونزو سره مخامخ شي. په دغو ستونزو کې د انتخاباتي اصلاحاتو پلي کول، ځنډېدلي پارلماني انتخابات او د لويې جرګې له لارې په اساسي قانون کې احتمالي تغيیر چې ښايي د افغانستان د اساسي قانون ترتيب بدل کړي، شامل دي."

په دې وروستيو کې د ملي یووالي حکومت مشرانو تر منځ اختلافات راسربېره شوي او اجرائيه رئيس څه باندې يوه اوونۍ مخکې په یوې خبري غونډه کې وويل چې د درېيو مياشتو په موده کې يې له ولسمشر سره نه‎دي ليدلي.

په عکس‌العمل کې د ولسمشر دفتر يوه اعلاميه خپره کړه او وېې‌ويل چې د ښاغلي عبدالله خبرې غير مسؤلانه وې او د حکومتدارۍ د دايرې دننه نه‌وې.

دا هر څه په داسې حال کې دي چې په دې وروستيو کې طالبانو او نورو سخت‎ دريځو د هېواد په بېلابېلو برخو کې خپلو حملو ته زور ورکړی دی او د هېواد امنيتي ځواکونو يو شمېر مهمې سیمې له لاسه ورکړي دي.

څېړونکي وايي، د هېواد د مشرانو تر منځ اختلافات د دې لامل شوي چې سخت دريځې خپلې حملې نورې هم زیاتې کړي.

د سياسي چارو کارپوه ودير صافي ازادي راډيو ته وويل چې پخواني جهادي مشران د هېواد په ځينو برخو کې خپل پلويان لمسوي او غواړي هغوی نور هم وسله‎وال شي.

صافی: پخواني جهادي مشران د هېواد په ځينو برخو کې خپل پلويان لمسوي

صافی: پخواني جهادي مشران د هېواد په ځينو برخو کې خپل پلويان لمسوي

ښاغلي صافي زیاته کړه:

"جهادي مشران چې خپلې جبهې تقويه کوي، هغوی ويني چې حکومت د ترهګرو د ماتې په مقابل کې ضعيفه پاتې شوي دي او هره ورځ يوه ولسوالۍ د طالبانو لاسو ته لوېږي. نو هر يو يې خپل نظامي موقف قوي کوي. دوی هم په سیاست کې لوبې کوي او هم غواړي په اردو او امنيت کې خپل لاس بر وساتي."

په انتخاباتي سیسټم کې اصلاحات او همداراز د اساسي قانون اصلاحات هغه ستونزې دي چې حکومت په دوامداره توګه ورسره مخامخ دی او غواړي حل‌يې کړي.

څېړونکي وايي، د طالبانو له‎خوا د حملو زیاتوالی او یو شمېر سیمې تر خپل کنټرول لاندې راوستل، د جهادي مشرانو له‎خوا د خپلو پلويانو مسلح کول او په انتخاباتي او د اساسي قانون په اصلاحاتو کې ځنډ به نور هم حالات کړکېچن کړي.

د سياسي او حقوقي چارو کارپوه فاروق بشر وايي چې افغانستان يوازې له کورنیو ستونزو سره نه‎دی مخامخ بلکې له بهرنیو ستونزو سره هم مخامخ دی.

بشر وايي چې افغانستان يوازې له کورنیو ستونزو سره نه‎دی مخامخ

بشر وايي چې افغانستان يوازې له کورنیو ستونزو سره نه‎دی مخامخ

ښاغلي بشر زیاته کړه:

"دغه بې نظمي چې اوس په افغانستان کې روانه ده او هرې‎ خوا ته جګړې پیل شوي دي، دا خارجي بڼه هم لري. پاکستان، ایران مستقيماً په دې کې ښکېل دي او د ولسمشر او اجرائيه رئيس تر منځ اختلافات يوازې د دوی په منځ کې نه‌دي بلکې د دوی د ټيمونو په منځ کې هم دي."

خو په دې وروستيو کې د ملي یووالي حکومت مشرانو د خپلمنځي اختلافاتو د کمولو او حلولو په مقصد په خپل منځ کې کتنې پيل کړي دي او د سې شنبې په ورځ ښاغلي عبدالله عبدالله وويل چې د انتخاباتي سيسټم اصلاح ته لاره هواره شوې ده.

تر اوسه دواړو مشرانو یو ځل لیدلي او ټاکل شوې صبا پنجشنبه بیا سره وویني او ټاکل شوې ده د درېيم ځل لپاره د پنجشنبې په ورځ سره وویني.

د دواړو لورو د چارواکو په وينا په دې غونډو کې دواړه مشران د خپلو بحثونو نتيجه اخلي.

XS
SM
MD
LG